کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ مخې ته د فرهان يوسفزي پر ضد مظاهره شوې
د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

د کرکټ بورډ مخې ته د فرهان يوسفزي پر ضد مظاهره شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي پر ضد نن د کرکټ بورډ مخې ته مظاهره شوې ده، چې خلکو پکې د فرهان يوسفزي د ليرې کېدو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې په خوست ولايت کې هم د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي پر ضد لاريون ترسره شوى و. په دغه لاريون کې خلکو غوښتنه کړې وه، چې ميليون جام دې په خپل وخت په خوست کې ترسره شي او کرکټ دې کرکټرانو ته وسپارل شي.

په ياد لاريون کې له ولسمشر څخه خلکو دا غوښتنه هم کوله، چې فرهان يوسفزى بايد له کرکټ بورډ څخه ليرې او محاکمه شي.

نن يو ځل بيا په کابل کې د کرکټ بورډ د عمومي دروازې مخې ته خلکو مظاهره کړې ده او د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي د ليرې کېدو غوښتنه يې کړې ده. همدا راز په دې مظاهره کې د ميليون جام ليګ په وخت د ترسره کېدو غوښتنه هم شوې ده.

د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون ١

د ميليون جام ليګ چې سږکال په لويه کچه د شاپور ځدراڼ په مشرۍ په خوست کې ترسره کېدونکى دى، ويل کېږي چې فرهان يوسفزي يې مخه نيولې ده او اجازه نه ورکوي چې ياد ليګ ترسره شي. شاپور ځدراڼ څه وخت مخکې هغه اسناد هم خپاره کړي و، چې هغه پکې د کرکټ بورډ څخه د ياد ليګ د ترسره کېدو اجازه ترلاسه کړې وه، خو فرهان يوسفزى يې اوس نه مني.

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له څو مياشتو راهيسې په لندن کې دى او د کرکټ بورډ ناستې او نور کارونه په انلاين بڼه ترسره کوي، خو په کرکټ بورډ کې بيا سرپرست اجراييه رييس او د کرکټ ډايريکټر هېڅ واک نه لري.

څو مياشتې وړاندې فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطف الله ستانکزى له دندې ليرې کړ او وې ويل چې ژر به د قانون سره سم بل کس وټاکي، خو د څو مياشتو په تېرېدو هم هېڅ پرمختګ نه دى ترسره شوى.

د کرکټ بورډ په عمومي رييس خلک نيوکې کوي، چې هر څه يې انحصار کړي او له کرکټ څخه ناخبره دى، چې نه يوازې اداره، بلکې ټول کرکټ يې د تباهۍ لوري ته روان کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د فرهان يوسفزي مرستيال عبدالله بارکزى، چې اوس له دندې ليرې شوى دى، هم د کرکټ بورډ په واسطه يې ځان او کورنۍ امريکا ته ورسول او هلته يې د تابعيت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د …