کورپاڼه / ريکارډونه / اى پي ايل: ويراټ کوهلي پنځم لوبغاړى شو چې ٢٠٠ شپږيزې يې ووهلې
ويراټ کوهلي

اى پي ايل: ويراټ کوهلي پنځم لوبغاړى شو چې ٢٠٠ شپږيزې يې ووهلې

په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي د اى پي ايل سياليو کې پنځم توپوهونکى شو چې ٢٠٠ شپږيزې يې ووهلې.

نوموړي نن د چيناى سوپر کنګز لوبډلې پر وړاندې د ٢٠٠ شپږيزو هدف پوره کړ، هغه په نننۍ لوبه کې يوه شپږيزه ووهله او په ٤٣ توپونو يې ٥٠ منډې ترلاسه کړې.

ويراټ کوهلي له ٢٠٠٨ کال څخه تر اوسه پورې ١٨٨ لوبې ترسره کړې دي، چې پ٥٨٢٥ منډې يې ترلاسه کړې دي او ٥ سليزې او ٣٨ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

د اى پي ايل سياليو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ بيا د ويسټ انډيز چټک توپوهونکي کريس ګيل سره دى، نوموړى چې په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور، کلکته نايټ رايډرز او اوس د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي، په ١٢٩ لوبو کې يې ٣٣٦ شپږيزې وهلي دي.

تر هغه وروسته بيا د اې بي ډيويليرز نوم راځي، چې مخکې د ډيلي ډير ډيويلز لپاره لوبېده او اوس د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره لوبېږي. نوموړي په ١٦٥ لوبو کې ٢٣١ شپږيزې وهلي دي.

په دريم مقام کې بيا د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکى مهيندرا سينګ دهوني دى، نوموړي په ٢٠٢ لوبو کې ٢١٦ شپږيزې وهلي دي.

د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى روهيت شرما چې مخکې په اى پي ايل کې د ديکن چارجرز لپاره لوبېده، اوس د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، هغه په ١٩٧ لوبو کې ٢٠٩ شپږيزې وهلي دي او په څلورم مقام کې دى.

په دې ليسټ کې ويراټ کوهلي پنځم مقام خپل کړى دى. همدا راز سريش راينا ١٩٤ شپږيزې وهلي دي، خو سږکال هغه د اى پي ايل سياليو کې ګډون نه دى کړى، کيرون پولارډ او ډيويډ وارنر هغه توپوهونکي دي، چې ښايي دوى هم ژر د ٢٠٠ شپږيزو هدف ته ورسېږي، پولارډ تراوسه پورې ١٩٣ او وارنر ١٩١ شپږيزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي

د سږ کال په دیارلسم پړاو هندوستان کرکټ غوره لیګ کې راشد خان یواځېنی افغان …