کورپاڼه / د لوبو راپورونه / چيناى د بېنګلور لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

چيناى د بېنګلور لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې توپوهونکي نن ښه وځلېدل او د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره کړ، چې د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٤مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ويراټ کوهلي ٥٠، اې بي ډيويليرز ٣٩، ديودت پاډيکال ٢٢ او ارون فنچ ١٥ منډې وکړې.

ويراټ کوهلي ١

د چيناى سوپر کنګز له لوري سام کران په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٣ اورونو کې يې د ١٩ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ديپک چاهار ٢ او مچل سانتنر ١ ويکټ واخيسته.

د ١٤٦ منډو هدف د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله هکړه.

د دوى له لوري روټوراج ګايکواړ ٦٥ ناسوحېدلې، امباتي رايډو ٣٩، فاف ډوپليسي ٢٥ او مهيندرا سينګ دهوني ١٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري کريس موريس او يوژيندرا چاهل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روټوراج ګايکواړ ته ورکړل شوه.

دا د چيناى سوپر کنګز ١٢مه لوبه وه چې ٤مه بريا يې خپله کړه او په جدول کې له اتم څخه اووم مقام ته پورته شوه. همدا راز د پرلپسې درې ماتو څخه وروسته يې دا لومړۍ بريا ده.

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې بيا په ١١ لوبو کې ٧ لوبې ګټلې دي او په دريم مقام کې قرار لري.

نن د اى پي ايل بله لوبه د راجستان رايلز او ممبۍ انډينز ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته …