کورپاڼه / روغتيا / څنګه په خوب کې له خرېدو ځان وساتو؟
خرېدل

څنګه په خوب کې له خرېدو ځان وساتو؟

په خوب کې خرېدل د روغتیا له لحاظه کوم تاوان نه لري، خو د نورو له پاره ځورونکي دي.

ممکن خرېدل مو د کورنۍ خوب اغیزمن کړي، معمولاً خرېدل د ساہ اخیستلو پہ وخت کې د سترګو، پوزې او د پوزې د پردو د پړسوب په سبب رامنځته کېږي.

د پوزې د پردو پړسېدل د ناروغۍ لامل هم کیدلی شي، چې نښې نښانې یې دادي: د پوزې بندېدل ، پر خولې فشار، د بویولو او ذایقې حس له لاسه ورکول.

دا ناروغي  Obstructive sleep apnea په نوم هم پیژندل کیږي.

خوشبختانه چې د ژوند د طرز په بدلولو او په کورني درملو سره کولی شو چې ددې ستونزې په لرلو کولو کې بریالي واوسو.

که تاسو په خوب کې خرېږئ او په ناڅاپي ډول له خوبه را ویښېږئ یو علت یې دا دی چې تاسې په آسانۍ سره ساه نه شئ اخیستلی او ټوله د ستړیا احساس کوئ، نو پوه شئ چې تاسې په دې ناروغۍ اخته شوي یئ.

ممکن دا حالت مو د لوړ فشار او نورو جدي ناروغیو خطر زیات کړي نو پدې اړه باید ډاکټر سره مشوره وشي.

که غواړئ چې په خوب کې ونه خرېږئ نو د ځینو لارښوونو او د ژوند د طرز په بدلون سره کولی شئ چې ترې ځان وژغورئ.

د ځینې درملو څخه مخنیوی:

د خوب او آرام له پاره ځینې ​​ځانګړي درمل  چې عموماً د خپګان یا هم بې خوبۍ له پاره کارول کیږي، په خوب کې د خرېدو لامل کېدلی شي، د درملو استعمال مو د ستوني عضلات آراموي خو د خرېدو سبب هم کېږي.

که وزن مو ډېر وي کم یې کړئ:

د ستوني غوښې هم د خرېدو سبب کیدلی شي. هغه کسان چې چاغ وي د ستوني غوښې یې د ساه په اخیستلو او ایستلو کې ستونزې پیدا کوي، چې د خرېدو لامل کېږي.

عموماً دا لارښوونه د هغه کسان له پاره ده چې چاغ وي ګنې په خوب کې کم وزنه خلک هم خرېږي، چې نور ګڼ لاملونه لري.

هغه کسان چې د پوزې مشکل لري، لاندې لارښوونې دې عملي کړي.

که پوزه مو د بلغم له امله بنده شوې وي، د مالګینو اوبو سره یې پرېوینځئ، که  حساسیت لرئ د خوب کوټه او د ویده کېدو ځای مو پاک کړئ او یا هم د ډاکټر په مشوره د حساسیت له درملو کار واخلئ. د پوزې پردې مو پړسېدلي وي، خپل ځانګړي درمل یې استعمال کړئ.

د سګریټ څکول پرېږدئ:

سګرټ څکول مو پر روغتیا ګڼې منفې اغیزې لري، چې یوه یې هم په خوب کې خرېدل دي. ویل کېږي چې د شپې له خوا نیکوټین څخه لرې والی د خرېدو لامل ګرځي. دغه راز سګریټ څکول د ساه لنډۍ سبب هم کیږي او د ساه اخیستلو په دوران کې د تنفسي غړو د پړسوپ ډیر احتمال هم شتون لري، حتی تر دې چې بل چا د سګریټ لوګی مو هم په خوب کې خرولی شي.

په څنګ ویده کېدل یا هم سر لوړ ساتل:

کله چې تاسو سیده ویده کېږي، ژبه مو د مرۍ لور ته ځي، چې د ساه اخیستلو پر وخت ستونزه پیدا کولی شي. ددې دپاره چې دا ستونزه مو حل شي له ټینس بال څخه هم ګټه اخیستلی شئ او هغه داسې چې ټینس بال په جامو کې کېږدئ، کله چې په جامو کې بال/ توپ کېښودل شي او تاسې سیده څملئ نو نا آرامه کوي مو او دې ته مو مجبوروي چې په څنګ څملئ.

دغه راز د یو اضافه بالښت پر مرسته هم کولی شئ چې خپل سر لوړ یا پورته وساتئ.

یاده دې وي چې دا لارښوونې د هغو خلکو لپاره ګټورې دي چې په خوب کې خرېږي، خو هغه څوک چې Obstructive sleep apnea  ناروغي لري باید ډاکټر مراجعه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د تشو متیازو په کوم رنګ خپلولو سره ډاکټر ته د تګ اړتیا پېښېږي؟

ویل کېږي چې د تشو متیازو رنګ د انسان د شخصیت په اړه ځینې خبرې …