کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو
جوفرا ارچر

اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو

په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېدونکي جوفرا ارچر په نننۍ لوبه کې يو داسې په زړه پورې کېچ په يو لاس ونيولو، چې نه يوازې د لوبې ليدونکي، بلکې په مېدان کې لوبغاړي يې هم حېرانه کړل.

د اى پي ايل ٤٥مه لوبه اوسمهال د ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

ممبۍ انډينز د ټاس تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د لوبې په ١١م اور کې کله چې کارتيک تياګي ٤م توپ ايشان کشن ته وکړ، نو هغه هم شاټ وواهه او هڅه يې وکړه چې له باونډرۍ يې بهر کړي. خو په باونډرۍ ورته چټک توپ اچونکى جوفرا ارچر ولاړ و او که څه هم توپ اوچت و، خو هغه ورپسې يو لاس ورپورته کړ او په يو لاس ډېر په زړه پورې کېچ ونيولو.

ايشان کشن په ٣٥ توپونو ٣٧ منډې کړې وې، چې د کارتيک تياګي په توپ جوفرا ارچر کېچ کړ او له لوبې څخه يې بهر کړ. تر دغه وخته پورې ممبۍ انډينز د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٩٠ منډې کړې وې او دويمه ويکټ يې هم له لاسه ورکړه.

د جوفرا ارچر په دومره په زړه پورې کېچ نيولو نه يوازې دا چې کارتيک تياګي ډېر حېرانه شو، بلکې په مېدان او پويلين کې ناست نور لوبغاړي هم د هغه دومره په زړه پورې کېچ نيولو ته حېرانه شو.

همدا راز د لوبې ليدونکو په ټولنيزو رسنيو کې هم د جوفرا ارچر د ياد کېچ په اړه پوسټونه وکړل او هغه يې په دومره په زړه پورې کېچ نيولو باندې وستايه.

د ممبۍ انډينز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې او د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه. جوفرا ارچر په ٤ اورونو کې بيا ٣١ منډې ورکړي دي او ٢ لوبغاړي يې هم سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …