کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د بين سټوکس زبردسته توپوهنه، راجستان رايلز ته يې ستره بريا ورپه برخه کړه
بين سټوکس

د بين سټوکس زبردسته توپوهنه، راجستان رايلز ته يې ستره بريا ورپه برخه کړه

د راجستان رايلز له لوري بين سټوکس زبردسته او چټکه سليزه ووهله او د ممبۍ انډينز ستر هدف يې پوره کړ، چې راجستان رايلز ته يې بريا ورپه برخه کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٥مه لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د ممبۍ انډينز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې. هارديک پانډيا په وروستي اور کې ٣ شپږيزې او ٢ څلوريزې ووهلې او ٢٧ منډې يې ترلاسه کړې.

هارديک پانډيا

نوموړي د ممبۍ لپاره تر ټولو زياتې منډې وکړې، هغه د ٧ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢١ توپونو ٦٠ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز سوريا کمار يادو ٤٠، ايشان کشن ٣٧ او سوراب تيواري ٣٤ منډې وکړې.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر او شرياس ګوپال ٢-٢ او کارتيک تياګي ١ ويکټ واخيسته.

د ١٩٦ منډو هدف د راجستان رايلز لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د راجستان رايلز له لوري بين سټوکس په زړه پورې، زبردسته او چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د ٣ شپږيزو او ١٤ څلوريزو په مټ يې په ٦٠ توپونو ١٠٧ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې او راجستان رايلز ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.

همدا راز سنجو سمسون بيا د ٣ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣١ توپونو ٥٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.

سنجو سمسون او بين سټوکس

د ممبۍ انډينز له لوري جېمز پيټنسن ٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بين سټوکس ته ورکړل شوه.

دا د راجستان رايلز لوبډلې ١٢مه لوبه وه چې پنځمه بريا يې خپله کړه او ١٠ نومرې يې ترلاسه کړې، چې په دې سره د اتم مقام څخه شپږم مقام ته لاړه. همدا راز د ممبۍ انډينز ١١مه لوبه وه، چې څلورمه ماتې يې وخوړه، خو لا هم د جدول په سر کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ٢٦مه نېټه د اى پي ايل ٤٦مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته …