کورپاڼه / جالب / د يوې سوالګرې په بانک کې ٣٠ ميليونه پونډه او د بل پېسې په ٨ ساعته کې وشمېرل شوې
سوالګر

د يوې سوالګرې په بانک کې ٣٠ ميليونه پونډه او د بل پېسې په ٨ ساعته کې وشمېرل شوې

د مصر او هند هېوادونو څخه د دوه سوالګرو په اړه جالب خبرونه دا دي، چې يو په خپل بانکي حساب کې ٣٠ ميليونه مصري پونډه او پنځه ودانۍ لري او د بل له مړينې وروسته د هغه پېسې شمېرلو کې ٨ ساعته وخت تېر شو.

مصري پوليسو يوه ٥٧ کلنه سوالګره نيولې ده، چې په بانکي حساب کې يې ٣٠ ميليونه مصري پونډه ول او همدا راز په بېلا بېلو سيمو کې يې پنځه ودانۍ هم لرلې.

مصرۍ سوالګره

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، ٥٧ کلنه نفيسه، چې ځان يې معلوله ښکاره کاوه او د مصر په بازارونو کې به په ويلچېر کې ګرځېده او خلکو څخه به يې سوال کاوه.

خو هغه مهال د سوالګرې راز ښکاره شو، چې کله له ويلچېر څخه راپاڅېده او د خپل کور په لور روانه شوه. هغه پوليسو وليدله او کله چې دوى ته معلومه شوه چې نفيسه کومه ناروغي نه لري، نو له هغه وروسته يې ترې پلټنې پيل کړې. پوليسو وموندل چې نوموړې ٣٠ ميليونه مصري پونډه په خپل بانکي حساب کې لري او همدا راز پنځه ودانۍ هم لري. پوليسو هغه څارنوالۍ ته معرفي کړې ده.

بل لوري ته په هند کې د يو سوالګر له مړينې وروسته د هغه د پېسو شمېرلو ٨ ساعته وخت ونيو، له دې سره د سوالګرو په اړه د خلکو دا شک هم په يقين بدل شو، چې سوالګر له نورو ډېرې پېسې لري.

هندي پوليس

دا سوالګر د هند په ممبۍ کې د اورګاډي د ټکر په يوه پېښه کې مړ شوى و، کله چې پوليس د هغه خېمې ته لاړل، نو هلته يې بوجيو کې ٢٠٠٠٠٠ سيکې او لوټونه وموندل، چې په شمېرلو يې اته ساعت وخت ولګېده.

هندي سيکې

همدا راز د دغه سوالګر له خېمې څخه د بانک يو کارت هم ترلاسه شوى و چې په بانکي حساب کې يې ٨٧٧٠٠٠ هندي روپۍ پرتې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

د موبايلونو شوقي

د پخوانو او زړو موبايلونو شوقي

ژوند له ځيرکو موبايلونو څخه مخکې څنګه و؟ په دې اړه به ډېر خلک بېلا …