کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بين سټوکس له سليزې وروسته: زموږ پلان دا و چې بالران تر فشار لاندې راولو
بين سټوکس

بين سټوکس له سليزې وروسته: زموږ پلان دا و چې بالران تر فشار لاندې راولو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل په ٢٠١٩ نړيوال جام کې اتلولۍ ته رسوونکى مخکښ الراونډر بين سټوکس چې اوسمهال په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې سره لوبېږي، پرون خپلې لوبډلې ته د ممبۍ انډينز پر وړاندې زبردسته بريا ورپه برخه کړه.

پرونۍ لوبه کې ممبۍ انډينز لومړى توپوهنه وکړه او د ١٩٦ منډو ستر هدف يې راجستان رايلز ته وټاکه، خو کله چې بين سټوکس توپوهنې ته راغى، نو چټکه توپوهنه يې پيل کړه او په ٦٠ توپونو يې ١٠٧ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ياد ستر هدف يې پوره او راجستان رايلز ته يې ستره بريا ورپه برخه کړه.

بين سټوکس

راجستان رايلز دا لوبه د ٨ ويکټو په توپير وګټله او بين سټوکس د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

د سليزې وهلو او د غوره لوبغاړي د جايزې اخيستلو وروسته بين سټوکس وويل، چې د لوبې له پيل څخه زموږ پلان دا و چې په توپ اچونکو فشار راولو، هغه که بومرا و او که هر يو، خو موږ د فشار په پلان راغلي و او په دې کې کامياب شو.

نوموړي همدا راز نننۍ سليزه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د خپل پلار په نوم کړه، د نوموړي پلار اوسمهال ناروغه دى.

سنجو سمسون او بين سټوکس

د يادولو وړ ده چې بين سټوکس تر دې مخکې هم د انګلستان نړيوالې لوبې په نيمايي کې پرېښې وې او د خپل پلار خواته نيوزيلېنډ ته تللى و، بين سټوکس په اصل کې د نيوزيلېنډ اوسېدونکى دى.

راجستان رايلز په ١٢ لوبو کې ٥ برياوې خپلې کړې دي او ١٠ نومرې لري چې په جدول کې په ٦م مقام کې قرار لري، همدا راز دوه لوبې يې پاتې دي، که چېرته په دواړو لوبو کې بريا خپله کړي، بيا هم د مخکې تګ چانس يې نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي لا هم اسټراليا ته نه دى تللى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي چې له اى پي …