کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٦مه لوبه: کلکته د پنجاب پر وړاندې، دواړو لپاره مهمه لوبه
شوبمن ګيل او کريس ګيل

اى پي ايل ٤٦مه لوبه: کلکته د پنجاب پر وړاندې، دواړو لپاره مهمه لوبه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٦مه لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ نړيوال لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

کلکته په جدول کې په څلورم او پنجاب په پنځم مقام کې قرار لري او د دواړو لوبډلو لپاره دا مهمه لوبه ده، که کلکته يې په ښه رن رېټ وګټي، نو ښايي په جدول کې پورته لاړه شي او که چېرته پنجاب يې په ښه رن رېټ وګټي، نو ښايي له کلکتې مخکې شي.

کلکته نايټ رايډرز تراوسه پورې ١١ لوبې ترسره کړې دي، چې ٦ لوبې يې ګټلي او د ١٢ نومرو سره په جدول کې په څلورم مقام کې ده، کلکتې په خپله وروستۍ لوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته د ٥٩ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه.

کنګز اليون پنجاب هم تراوسه پورې ١١ لوبې ترسره کړي دي چې ٥ لوبې يې ګټلي او د ١٠ نومرو سره په جدول کې پنځم مقام کې قرار لري، خو د کنګز اليون پنجاب بيا په وروستيو څلور لوبو کې پرلپسې برياوې خپلې کړې دي، پنجاب د رايل چېلنجرز بېنګلور، ممبۍ انډينز، ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ته په وروستيو لوبو کې ماتې ورکړې.

په وروستۍ لوبه کې پنجاب له حېدراباد سره مخ شوې وه چې د ١٢٧ منډو هدف يې ورته ټاکلى و، او د دې اسانه هدف څخه يې په ډېر ښه ډول دفاع وکړه او د ١٢ منډو په توپير يې لوبه وګټله.

د پنجاب کى ايل راهول، ماينک اګروال او نيکولاس پوران د توپوهنې په برخه کې او محمد شامي، روي بشنويي او ارشديپ سينګ د توپ اچونې په برخه کې ډېر ښه روان دي.

کلکته نايټ رايډرز او کنګز اليون پنجاب لوبډلې په ٢٤مه لوبه کې مخ شوې وې، چې تر يوې په زړه پورې لوبې وروسته کلکته نايټ رايډرز د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ماينک اګروال، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ګلين ميکسويل، منديپ سينګ، کريس جورډن، ايم اشوين، روي بشنويي، ارشديپ سينګ او محمد شامي.

کلکته نايټ رايډرز: نيتيش رانا، شوبمن ګيل، راهول تريپاټي، ايون مورګن (لوبډلمشر)، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، سنيل ناراين، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، ورون چکرورتي، پراسيد کرشنا او لوکي فيرګوسن\انډري رسل.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي

نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې …