کورپاڼه / خپلواک / انډي مولز: افغان لوبغاړي په جذبه لوبه کوي، ځکه دلته يم
انډي مولز

انډي مولز: افغان لوبغاړي په جذبه لوبه کوي، ځکه دلته يم

خپلواک وېبپاڼه – کابل: د افغانستان ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز وايي، چې افغانان له کرکټ سره ډېره زياته مينه لري او افغان لوبغاړي په ډېره مينه او جذبه باندې کرکټ کوي، همدا لامل دى چې په افغانستان کې يم او له دوى سره يو ځاى يم.

انډي مولز نن په کرکټ بورډ کې رسنيو سره په خبري ناسته کې ويلي دي، چې هغه په افغان لوبغاړو کې هېڅ لوبغاړي په دې نه اخلي چې خوښ او ناخوښ يې دى، بلکې هر لوبغاړى د خپلې وړتيا، ذهني او فيزيکي فيټنس له امله لوبډلې ته غوره کېږي او هغه په افغانستان کرکټ بورډ کې د غوراوي کمېټې د مشر دنده هم په دې شرط قبوله کړې ده، چې هغه ته به سل سلنه خپلواکي ورکول کېږي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې بنګله دېش سره د وروستيو ايمرجينګ سياليو لپاره هم ده په خپله لوبډله غوره کړې وه او تاسې وليدل چې هلته يې د څلور ورځنيو لوبلړۍ په خپل نوم او همدا راز يو ورځنيو سياليو کې يې هم ښه لوبه وکړه او مساوي يې پاى ته ورسوله.

نوموړي له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له نوي چيرمېن سره يې هم دوه ځلې ناسته کړې ده او هغه ورته ويلي دي چې په کار کې به يې هېڅ څوک لاسوهنه نه کوي او خپل کار ته دې دوام ورکړي.

نوموړي همدا راز له رسنيو سره د بنګله دېش سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې او د بنګله دېش او زمبابوې سره د شل اوريزو سياليو لپاره دوه لوبډلې هم اعلان کړې، چې يو شمېر نوي لوبغاړي هم پکې اخيستل شوي دي.

انډي مولز رسنيو ته څرګنده کړه، چې راشد خان نوى لوبډلمشر دى، نو په دې خاطر يې ځينې تجربه لرونکي يا سينئير لوبغاړي هم په لوبډله کې اخيستي دي، که څه هم هغوى يو يو ټېسټ نه دى پاس کړى، خو هغه ياده کړه چې د ويسټ انډيز سيريز نه مخکې به هر لوبغاړى يو يو ټېسټ پاس کوي او که چا يو يو ټېسټ پاس نه کړ، نو هغه به په لوبډله کې نه غوره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …