کورپاڼه / روغتيا / ولې ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي؟

ولې ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي؟

د خوب پر مهال خبرې کول سره له دې چې د پوهېدو وړ نه وي، خو بیخي عام ګڼل کېږي.

د څیړنیزو راپورونو پر وینا ویل کېږي چې ۶۶ سلنه خلک په خوب کې خبرې کول تجربه کوي. په خوب کې خبرې کول که څه هم د انسان پر روغتیا کومه اغېزه او درملو ته اړتیا نه لري خو د نورو د ځور او د خوب د خرابېدو لامل جوړیدلی شي.

دلته پوښتنه پیدا کېږي چې په خوب کې د خبرو کولو لامل څه دی؟ که څه هم علت یې په بشپړه توګه نه دی معلوم، خو هغه څه چې
روښانه شوي دي په لاندې ډول دي.

جینیټکي اغېز:

د څېړنیزو راپورونو له مخې ویل کېږي چې په خوب کې خبرې کول په جینیټکي لحاظ د پلار څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.

فنلینډ او جاپان له څېړنو موندلې ده چې غبرګوني ماشومان اکثره په خوب کې خبرې کوي، چې د دوی خوبونه ډارونکي او حتي تر دې چې دوی په خوب کې تلل هم تجربه کوي.
راپورونه زیاتوی، هغه څوک چې په خوب کې خبرې کوي، ډېر امکان شته چې ماشوم یې هم په خوب کې خبرې وکړي.

د خوب کمښت:

ممکن هر څوک په خوب کې ځینې آوازونه له خولې وباسي، خو په خوب کې د خبرې کولو یو علت هم د خوب کمښت دی.
ډېری ډاکټران په دې باور دي، چې په خوب کې خبرې کول د خوب د کمښت له امله هم پیدا کېږي، دوی وایي چې کم خوبي د بدن د نا آرامۍ لامل ګرځي. کله چې بدن نا آرامه شي نو پر دماغو اغېز ښېندي، چې بالآخره په خوب کې د خبرو کولو سبب کېږي.

د خوب ستونزې:
د خوب پرمهال خبرې کول یوه طبي ستونزه ده چې طب یې somniloquy بولي.
ممکن ډېری خلک په خوب کې خبرې وکړي خو اکثره هغه خلک په خوب کې خبرې کوي، چې بېلابېلې ستونزې ولري.
ډاکټران پدې باور دي چې په خوب کې خبرې کول د ډاروونکو خوبونو او په خوب کې د تګ سره ملې وې.

ځانګړي درمل:

د ځینو ځانګړو درملو استعمال هم کولی شي چې پر خوب اغېز وکړي، چې په خوب کې د خبرو لامل ګرځي، چې د سکون او آرام درمل ورته هم ویلی شو.

آیا کولی شو چې په خوب کې خبرې کول پرېږدو؟

تر اوسه خو د خوب پر مهال د خبرو کولو د مخنیوي له پاره کومه تګلاره نه ده ښودل شوې، خو د ځینو عادتونو په بدلون سره کولی شو دا ستونزه حل کړو.

د ویده کولو له مخه باید ډېر خوراک ونه کړو، آرامه بستر او د خوب ځای، ماښام مهال د کافینو نه استعمال او منظم خوب مې ستونزه هوارولي شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د لاس هډوکى

هغه خواړه چې د هډوکو د کمزورۍ سبب کېږي

هغه کسان چې پخپلو خوراکي توکو کې د غوښې پرځای یوازې سابو ته غوره والی …