کورپاڼه / خپلواک / که برش ونه وهو، د زړه په ناروغیو اخته کېږو!

که برش ونه وهو، د زړه په ناروغیو اخته کېږو!

د ژامو خرابېدل د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي. د یو څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ژامې خرابېدل د شکر، زړه او حتی د الزایمر په نوم د ناروغیو سبب کېږي، څېړنې زیاتوي چې خرابې ژامې د د بدن دفاعي سیستم تر اغېز لاندې راولي او د بدن په حجرو کې سوخت او پړسوب پیدا کوي.

د (پیریډونټایټس) نومې ناروغي د ژامو د خرابېدو په سبب پیدا کېږي، چې د وینې فشار هم زیاتوي او د الزایمر په ناروغانو کې هم د وینې لوړ فشار او ورته نښې نښانې لېدل کېږي. چې د ټورنټو پوهنتون ساینس پوهانو یې علت موندلی دی.

د (نیوټروفیلز) نومې حجرې د بدن د فاعي سیستم تر ټولو مهمې او د اول کتار حجرې ګڼل کېږي، چې د ټپي کیدو، تکلیف په حالت څرګندېږي. د یوې څېړنې له مخې، چې په موږکانو تر سره شوې، ښکاره شوه چې د ژامو د ټپې کېدو او خرابېدو وروسته د دوی په بدن کې د نیوټروفیلونو شمیر ډیر شو، چې په معده، کولمو او په وینې کې هم دا حجرې ولېدل شوي او حتی تر دې چې نوموړې حجرې په ټول بدن کې خپرې شوې او د (سایټکوین) په نوم د مادې د افرازېدو لامل وګرځېدې، د شکر، زړه او ډېرو نورو ناروغیو سبب کېږي.

دغه راز په څو رضاکارو هم د دریوو اونیو له پاره څېړنې شوي، چې دوی د دریوو اونیو له پاره په رضاکارانه ډول د خولې برش نه استعمالوو. ددې څېړنې په پایله کې معلومه شوه چې د دوی ژامې زیانمنې او نیوټروفیلونه یې ډېر شوي، چې د شکر، زړه او نورو ناروغیو په زیاتېدو کې مرستندوی ثابتېږي.

باید په یاد ولرئ چې د زړه ناروغي د سګریټ څکولو، شراب څښلو، د مالګې په ډېر استعمال، د سره کړو خوړو په خوړلو، خپګان، ډېر کېناستلو، وزن په ډېرېدلو او د الکولي مشروباتو د څښلو له لارې هم پیدا کېږي.

که غواړئ چې له دغې مرګونې ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو د پورته کړنو په نه کولو او ورزش مې ترې ساتلي شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …