کورپاڼه / روغتيا / ولې بڼوالي د ښه ژوند له پاره مهمه ده؟

ولې بڼوالي د ښه ژوند له پاره مهمه ده؟

د انګلستان مشهورې لیکوالې (الیس وینسټ) په خپل کتاب Rootbound: Rewilding a Life کې دا پوښتنه را پورته کړې، چې ولې د ټولنیزو رسنیو ډېری کارونکي د کور د ننه ځینې نباتات کري؟
یاده دې وي چې د ذکر شوي کتاب په اړه لوستونکي ښه نظرونه لري او وایي چې په کرنتین کې یې ددې کتاب سره ښه ساعت تېر شوی دی.

وینسټ د خپلې پوښتنې په ځواب کې وایي چې، ژوند یې د هغې د تمې خلاف او نا آرامه و، خو بڼوالۍ یې ژوند ته بله لاره ورکړه او دا لاره یې ددې لامل شوه چې ښه او آرام ژوند ولري.
نوموړې وایي چې بڼوالي یو ورو فزیکي فعالیت دی چې د ژوند په دې تېز رفتار کې د خوښۍ او آرامۍ لامل ګرځي. وینسټ په خپل کتاب کې لیکي چې، د بڼوالۍ سره ډېره مینه لري او د اوږدې مودې وروسته د بوټو زرغونېدل خورا ډېره خوښي وربخښي. هغه زیاتوي چې د بوټو موسمي بدلونونه او طبیعت یې د لارښود په څېر دی او همدا وجه ده چې بڼوالۍ ته یې مخه کړې ده.

اوس راځو دې پوښتنې ته چې ولې ځینې خلک په خپل کور کې ځینې بوټي کري؟

د نباتاتو د ګټو په اړه څیړنې ښودلې چې په کور دننه بوټي کرل د تخلیقي وړتیاوو په زیاتولو، د فشار په راټیټولو او د حالت په ښه کولو کې مرسته کوي. دا او دې ته د ورته لاملونو په اساس ویل کېږي، چې د کور یوه برخه مو بڼوالۍ ته نه یوازې دا چې ځانګړې کړئ، بلکې منظم وخت هم ورکړئ.

راځئ چې د نباتاتو او بوټو ګټې وپېژنو!

د ذهني فشار کمول:

د ارواپوهني ډېری پوهان په دې باور دی چې په کور یا هم دفتر کې د بوټو او نباتاتو شتون مو نه یوازې طبیعت ښۀ کوي، بلکې د یو آرام چاپیریال په رامنځته کېدو کې هم مرسته کوي.
د څېړنو له مخې چې په دوو ډلو تر سره شوې وې، یوه ډله یې کمپیوټر کاره او بلې ډلې یې بڼوالي کوله. له څېړنو ثابته شوه چې کمپیوټر کار د بڼوالانو په پرتله ډېر د ذهني فشار ښکار دي.

د ښه خوب له پاره:

نباتات او بوټي د ورځې په جریان کې اکسیجن خپروي، خو کله چې د فوتوسنتز عملیه ودرېږي، نو د کاربن ډای اکساید په آزادولو پیل کوي، خو د ځینو بوټو په کرلو سره کولی شو چې مناسب اکسیجن تر لاسه کړو

د اوبو خارجول:

لکه څنګه چې د فوتوسنتز او د تنفس پر مهال ځینې بخارات خارجېږي، چې عموماً ۹۷ سلنه نباتات جذب شوې اوبه خارجوي او همدا په فضا کې د اوبو د زیاتېدو سبب ګرځي، چې تنفس آسانوي.

دغه راز بڼوالي د ځینو رواني ناروغیو له پاره هم آغیزمن ثابتېدلی شي، چې د ذهني فشار او خپګان په لرې کولو کې مرسته کوي.

د روان کال په ترسره شوې څېړونو کې راغلي، چې هغه ناروغان چې نباتاتو او ګلونو ته نږدې وي، د هغوی په پرتله زر ښه کېږي چې له بوټو لرې وي.

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …