کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د دهوني پاچاهي پاى ته ورسېده، چيناى په لومړي ځل د مخکې تګ نه پاتې شوه
مهيندرا سينګ دهوني

د دهوني پاچاهي پاى ته ورسېده، چيناى په لومړي ځل د مخکې تګ نه پاتې شوه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې خو ٨ لوبډلې برخه لري، خو يوه لوبډله پکې داسې وه، چې د هغې پلى اف پړاو ته تګ يقيني و او ويل کېدل به چې له يادې لوبډلې پرته ٧ لوبډلې د پلى اف لپاره خواري کوي.

چيناى سوپر کنګز چې هر ځل به د پلى اف سياليو ته رسېدله او درې ځل يې د اى پي ايل اتلولي هم په خپل نوم کړې وه، ٢٠٢٠ کال د دوى لپاره ډېر بد ثابت شو او د مهيندرا سينګ دهوني لپاره هم وخت بدل شو، هغه لوبډله چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې يې دا ريکارډ په خپله برخه لرلو، د راجستان رايلز څخه د ماتې خوړلو وروسته د اى پي ايل د پلى اف پړاو څخه بهر شوه.

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې تراوسه پورې ٤ لوبې ګټلي دي او ٨ نومرې لري، همدا راز که پاتې دوه لوبې هم وګټي نو ټولې نومرې به يې ١٢ شي، بل لوري ممبۍ انډينز، ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور بيا ١٤-١٤ نومرې لري، همدا راز د کلکته نايټ رايډرز، کنګز اليون پنجاب، راجستان رايلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو يو بل سره مسابقه ده، چې څوک به مخکې ځي، د يادو لوبډلو نومرې له چيناى څخه زياتې يا هم ورسره برابرې دي او په داسې کې د چيناى لوبډلې سفر پاى ته ورسېد.

د اى پي ايل سياليو پيل په ٢٠٠٨ کال کې شوى و او د دهوني لوبډله په لومړي پړاو کې پايلوبې ته ورسېده. په پايلوبه کې يې له راجستان رايلز څخه ماتې وخوړله. په ٢٠٠٩ کال کې بيا سيمي فاينل ته ورسېدده، په ٢٠١٠ کال کې بيا چيناى سوپر کنګز په لومړي ځل د اى پي ايل اتلولي خپله کړه.

مهيندرا سينګ دهوني

په ٢٠١١ کال کې په پرلپسې دويم ځل هم د دهوني لوبډلې د اى پي ايل اتلولي په خپل نوم کړه، په ٢٠١٢ کې يې په پايلوبه کې ماتې وخوړه او په ٢٠١٣ کې هم د اتلولۍ څخه پاتې شوه.

په ٢٠١٤ کال کې د چيناى سوپر کنګز لوبډله په ايليمينټر کې بهر شوه او په ٢٠١٥ کال کې يو ځل بيا پايلوبې ته ورسېده. په ٢٠١٦ کال کې د چيناى سوپر کنګز لوبډله له اى پي ايل څخه بهر شوه او په ٢٠١٨ کال کې يو ځل بيا اى پي ايل سياليو ته راوګرځېده، چې د دريم ځل لپاره يې اتلولي په خپل نوم کړه.

مهيندرا سينګ دهوني

په ٢٠١٩ کال کې هم د چيناى سوپر کنګز لوبډله پايلوبې ته ورسېده خو له ممبۍ انډينز څخه يې په پايلوبه کې ماتې وخوړه، خو د ٢٠٢٠ کال د دې لوبډلې لپاره بد کال و، چې په لومړي پړاو کې بهر شوه او پلى اف ته يې لار پېدا نه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى (2)

شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر شاهد اپريدى، چې پرون له الوتکې څخه پاتې …