کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ٨ کلن نثار احمد نننۍ لوبه کې ٥ لوبغاړي وسوځول
نثار احمد

٨ کلن نثار احمد نننۍ لوبه کې ٥ لوبغاړي وسوځول

د نثار احمد په نوم ٨ کلن ماشوم چې د زرملوال کرکټ اکاډمۍ لپاره لوبېږي، نن د ويکټري کرکټ اکاډمۍ پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او په ٤ اورونو کې يې ٥ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ د ثبت روزنځايونو ترمنځ سيالۍ په کابل کې پيل کړي دي، چې د بېلا بېلو کرکټ اکاډميو پکې ګډون کړى دى.

نن په دې سياليو کې د ويکټري کرکټ اکاډمۍ او زرملوال کرکټ اکاډمۍ ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې زرملوال کرکټ اکاډمۍ پچه وګټله او ويکټري کرکټ اکاډمۍ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

خو د ويکټري کرکټ اکاډږۍ په ١٨.٣ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٨١ منډې وکړې، چې يار محمد پکې تر ټولو زياتې ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د زرملوال کرکټ اکاډمۍ له لوري اته کلن نثار احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او په ٤ اورونو کې يې د ١٢ منډو په ورکولو سره ٥ لوبغاړي وسوځول، هغه ورو توپ اچونکى دى. همدا راز بابر ٢، رحمت الله خروټي، عمران او شاهد الله ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٨٢ منډو هدف د زرملوال کرکټ اکاډمۍ په ٦.١ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي سوځېدو پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې ماتې ورکړه.

د دوى له لوري عارف ٣٩ ناسوځېدلې او صابر خان ٣٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د زرملوال کرکټ اکاډمۍ ورو توپ اچونکي نثار احمد ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د ويکټري لوبډلې نيمايي لوبډله يې وسوځوله.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د ثبت روزنځايونو ترمنځ سيالۍ پيل کړې دي او ويل کېږي چې ښايي له دې سياليو څخه به غوره لوبغاړي د بېلا بېلو کم عمره لوبډلو ته غوره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ ويس

د پي ايس ايل پايلوبه کې به لاهور قلندرز د کراچۍ کنګز سره مخ شي

د لاهور قلندرز توپوهونکو او توپ اچونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د …