کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې د ویښتانو د پخې یا سپوروالي څخه خلاص شئ؟
ويښتان

آیا غواړئ چې د ویښتانو د پخې یا سپوروالي څخه خلاص شئ؟

پخه یا د ویښتانو سپوروالي یوه داسې ستونزه ده چې نارینه او ښځینه دواړه ورسره مخامخ کیدلي شي. عموماً پخه په ښکلي ویښتانو کې بده ښکارېږي او د انسان شخصیت په ځانګړي ډول د سر ګرولو پر وخت بد معرفي کوي،

اکثره په بازارونو داسې محصولات هم خرڅېږي، چې قیمت یې لوړ او د پخې د له منځه وړلو بشپړه ادعا هم لري. چې په دې ډول محصولاتو کې د ډېرو کیمیاوي موادو شتون هم د ویښتانو له پاره خورا زیان  رسونکي تمامېږي، حتی تر دې چې ویښتانو د توئېدو او بې خوبۍ لامل کوم هم کیږي.

په هر حال هغه څوک چې ویښته یې سپور او یا هم پخه لري، د قیمتي او کیمیاوي محصولاتو پر ځای دې لاندې کورني شیان استعمال کړي، ان شاءالله ډاډ در کوو چې مشکل به مو حل شي.

مستې:

مستې

د مستې د ویښتانو د سپور والي له پاره تر ټولو غوره درمل دي. ویل کېږي چې په پخوانیو وختونو به ښځو د ویښتانو د سپوروالي او یا د پخې د ختمولو له پاره له مستو ګټه اخیسته، چې دا طریقه تر اوسه هم هماغسې ګټوره ده او بله دا چې د مختلفو کیمیاوي شامپو ګانو پر ځای ډېرې ګټورې هم دي. په مستو کې په قدرتي ډول داسې مواد شامل دي، چې په پر ویښتانو کې په شته وو باکټریاوو برید کوي او له منځه یې وړي او ویښتانو ته قوت ورکوي.

د بکیاڼې پاڼې:

د بکياڼې پاڼې

د بکیاڼې پاڼې که څۀ هم ترخې وي خو د طبي لحاظه ډېرې ګټې لري. ویل کېږي د بکیاڼې پاڼې نه یوازې د میکروبونو په ختمولو کې مهم رول لري، بلکې د سر خارښت هم ختموي. هر هغه څوک چې ويښته یې سپور وي، د بکیاڼې څو پاڼې دې له اوبو سره یو ځای وټکوي او تر لاسه شوی لوشن دې په خپل سر کېږدي او وروسته له څو دقیقو کې په پاکو اوبو پریمنځي.

د تیلو استعمال:

د تيلو استعمال

په بازارونو د Tea Tree Oil په نوم یو ډول تېل خرڅېږي، چې د ځوانکو له پاره استعمالېږي. خو که چېرې همدا تېل له خپلو ویښتانو تېلو سره ګډ او پر سر یې ووهو او له څو دقیقو وروسته یې پرمینځو، د سر پخه یا سپوروالی به مو ورک شي.

د مڼې سرکه او د لیمو اوبه:

د مڼو سرکه

د مڼې سرکه او د لیمو اوبه ډېرې ګڼې ځانګړتیاوې لري. هغه څوک چې ویښتان یې پخه لري د مڼې سرکه او د لیمو اوبه دې سره ګډې کړي او پر سر دې یې ووهي، پنځلس دقیقې وروسته دې سر په شامپو پرمینځي ان شاءالله په لومړي ځل به یې ستونزه حل شي. خو یوه خبره مو باید په یاد وي چې سر مو باید پاک وي تېل ور پورې نۀ وي مږل شوي.

د ليمو اوبه

Loading...

دا هم ولولئ

خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو …