کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د منديپ سينګ او کريس ګيل کمالي توپوهنه، پنجاب پرلپسې ٥مه بريا هم خپله کړه
کريس ګيل

د منديپ سينګ او کريس ګيل کمالي توپوهنه، پنجاب پرلپسې ٥مه بريا هم خپله کړه

د کنګز اليون پنجاب لپاره کريس ګيل يو ځل بيا توپاني توپوهنه ترسره کړه او منديپ سينګ هم ښه وځلېده، چې پنجاب ته يې پنځمه پرلپسې بريا ورپه برخه کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٦مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ په شارجه نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې کنګز اليون پنجاب پچه وګټله او لومړى يې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوبمن ګيل ٥٧، ايون مورګن ٤٠ او لوکي فيرګوسن ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کنګز اليون پنجاب له لوري محمد شامي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز کريس جورډن او روي بشنويي ٢-٢ او ګلين ميکسويل او ايم اشوين ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٠ منډو هدف د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري کريس ګيل چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د ٥ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ يې په ٢٩ توپونو ٥١ منډې ترلاسه کړې، همدا راز منديپ سينګ بيا د ٢ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٥٦ توپونو ٦٦ ناسوځېدلې منډې وکړې. کى ايل راهول بيا ٢٨ منډې ترلاسه کړې.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري ورون چکرورتي او لوکي فيرګوسن ١-١ ويکټ واخيستې.

کنګز اليون پنجاب چې په پيل کې يې ډېرې ماتې خوړلې وې، دا يې پنځمه پرلپسې بريا ده چې يې ترلاسه کړه، له دې سره پنجاب ٦ لوبې وګټلې او د ١٢ نومرو سره په جدول کې ٤م مقام ته لاړه.

کلکته نايټ رايډرز هم بيا ٦ لوبې ګټلې دي او ١٢ نومرې لري، چې د څلورم مقام څخه اوس پنځم مقام ته کوزه شوه.

سبا د اکتوبر په ٢٧مه نېټه د اى پي ايل ٤٧مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ ويس

د پي ايس ايل پايلوبه کې به لاهور قلندرز د کراچۍ کنګز سره مخ شي

د لاهور قلندرز توپوهونکو او توپ اچونکو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د …