کورپاڼه / جالب / یو الماني په بدن کې د ۵۱۶ بدلونونو په راوستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
رالف

یو الماني په بدن کې د ۵۱۶ بدلونونو په راوستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

شپېته کلن (رالف بوکوز) په خپل بدن کې د تېرو شلو کلونو راهیسې ۵۱۶ بدلونونو په راوستلو د (ګینیس) په نوم د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.

هر انسان لیوالتیا لري تر څو په ټولنه کې مطرح او مشهور واوسي، چې د همدې هدف د لاسته راوړلو له پاره یو المانی له ټولو حدونو تېر شو او په خپل بدن کې یې له ۵۰۰ څخه زیات فزیکي بدلونونه راوستل.

رالف بوکوز د څلویښتو کلونو په عمر و، چې د لومړي ځل له پاره یې په بدن ځینې نقشې جوړې کړې او له هغې وروسته یې د بدن بېلابېلې برخې سورۍ او بېلابېل نقشونه یې پرې جوړ کړل. دغه راز نوموړي خپل پوستکی او د پوستکي لاندې برخه کې پیوند کاري هم کړې، چې تر دې دمه یې شمېر تر ۵۱۶ ته رسېږي.

رالف ١

رالف بوکوز وایي، چې دی لا هم د خپل کار څخه مطمئین نه دی او غواړي چې په خپل بدن کې نور بدلونونه هم رامنځته کړي.

نوموړي په سر کې د ځینو تېرو شیانو په ایښودلو ښکرونه هم جوړ کړي، چې دا او دې ته په ورته کارونو یې نړیوال ریکارډ خپل د نړیوالو ریکارډونه په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.

ویل کېږي چې څو کاله د مخه کله چې رالف بوکوز د بدن د بدلونونو او عملیاتو شمېر ۴۵۳ ته ورسېد، نوم یې د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو، د نوموړي تر ټولو ډېر د پاملرنې وړ بدلونونه د شونډو په شاوخوا کې دي، چې شمېر یې ۱۵۸ ته رسېږي.

رالف ٢

راپورونه زیاتوي، کله چې رالف بوکوز په ۲۰۱۴ کې دوبۍ ته په سفر لاړ، خلکو یې د څېرې په لېدو په نوموړي د جادوګر ګومان وکړ، چې په همدې سبب د خلکو له ګڼې ګوڼې سره مخ او په ډېرې سختۍ ښار ته داخل شو.

شپېته کلن رالف بوکوز وایي، چې لا هم ډېرو بدلونونو ته ضرورت دی او غواړي ډېر نور عملیاتونه هم وکړي.

رالف بوکوز چې اوس یې سترګې تورې کړي دي، ددې بدلونونه په راوستلو یې لس میلونه روپۍ لګولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ټايټينيک ١

اوس تاسې هم د ډوب شوي ټايټينک ننداره کولاى شئ، خو له مصارفو يې دلته خبر شئ

په سمندر کې به تراوسه پورې څومره ډېرې کشتۍ يا سمندري جهازونه ډوب شوي وي، …