د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٧مه لوبه نن د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ په دوبۍ نړېوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.
ډيلي کاپيټلز په ١١ لوبو کې ٧ برياوې خپلې کړې دي او د ١٤ نومرو سره په دويم مقام کې قرار لري، خو په وروستيو دوه لوبو کې يې له کنګز اليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو څخه ماتې خوړلې دي. پنجاب په ٥ ويکټو او کلکتې په ٥٩ منډو ماتې ورکړې ده.
خو سنرايزرز حېدراباد بيا په ١١ لوبو کې يوازې ٤ لوبې ګټلې دي او د ٨ نومرو سره په اووم مقام کې قرار لري، وروستۍ لوبه يې له کنګز اليون پنجاب سره ترسره کړه، چې يو اسانه هدف يې پوره نه کړاى شو او د ١٢ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
حېدر اباد وروستۍ درې لوبې لري، چې له ډيلي کاپيټلز وروسته به د رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز سره مخ شي، که چېرته په درې واړه لوبو کې بريا خپله کړي، نو د مخکې تګ چانس يې شته.
حېدراباد او ډيلي په روان ليګ کې په ١١مه لوبه کې هم سره مخ شوي و، چې حېدراباد د ١٦٣ منډو هدف ورته وټاکه، خو ډيلي ١٤٧ منډې وکړې او د ١٥ منډو په توپير سنرايزرز حېدراباد بريا خپله کړې وه.
د کين ويليمسن په اړه تراوسه دا نه ده معلومه چې ټپونه يې ښه شوي او نننۍ لوبه کې به ولوبېږي او که نه، خو ښايي حېدراباد نن هم د هغه په ځاى جېسن هولډر ولوبوي، ځکه د هغوى لپاره ښه روان دى، خو د محمد نبي د لوبېدو چانسونه نن هم نشته.
د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:
سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، ويجى شنکر، پريام ګرګ، ابيشيک شرما، جېسن هولډر، راشد خان، سنديپ شرما، خليل احمد او ټي ناټاراجن.
ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، پريتوي شاو، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، هرشل پټيل، اکشر پټيل، ار اشوين، کاګيسو رباډا او انريک نورجه.