کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بيګ باش ليګ: مجيب الرحمان د بريسبين لوبډلې واخيست
مجيب الرحمان

بيګ باش ليګ: مجيب الرحمان د بريسبين لوبډلې واخيست

د بيګ باش ليګ سياليو د ٢٠٢٠-٢٠٢١ کال پړاو لپاره د بريسبين لوبډلې يو ځل بيا د افغانستان ورو او مخکښ توپ اچونکي مجيب الرحمان سره قرارداد وکړ او هغه يې په خپله لوبډله کې شامل کړ.

تېر کال هم مجيب الرحمان د بريسبين هيټ لوبډلې لپاره لوبېدلى و، خو له دې لوبډلې سره په نيمايي کې يو ځاى شوى و او په لومړيو سياليو کې بيا ظاهر خان له دې لوبډلې سره لوبېدلى و.

د بريسبين هيټ لوبډلې په ټويټر د مجيب الرحمان عکس خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي چې د نړيوالو شل اوريزو لوبو دويم غوره توپ اچونکي سره يې قرارداد کړى دى او هغه ته يې په خپله لوبډله کې هرکلى هم ويلى دى.


د بريسبين هيټ لوبډلې روزونکى ډېرين لهمن د مجيب الرحمان په اړه وايي، چې ډېر خوشحاله دى چې مجيب الرحمان د بيګ باش سياليو کې يو ځل بيا د دوى له لوبډلې سره يو ځاى شو.

هغه همدا راز ويلي دي، چې دا ځل به د بيګ باش سياليو فارمېټ ډېر بدل وي او مجيب به کولاى شي چې په خپله وړتيا زموږ د لوبډلې چانسونه زيات کړي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې بيا د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان سره قرارداد کړى او د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې له محمد نبي سره قرارداد کړى دى، چې دواړو به د تېر کال په څېر سږکال هم د يادو لوبډلو لپاره ولوبېږي.

محمد نبي د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره الراونډر دى او راشد خان د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره توپ اچونکى دى.

د بيګ باش ليګ ١٠م پړاو سيالۍ د ٢٠٢٠ کال د دسمبر په ٣مه نېټه پيلېږي، چې د ٢٠٢١ کال د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري، چې د پايلوبې په ګډون به پکې ټولې ٦١ سيالۍ ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

لنکا پريمئير ليګ: شاهد اپريدى د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا …