د امریکا فضایي ادارې ناسا وایي، چې ساینس پوهانو یې په سپوږمۍ کې اوبو حجرې کشف کړي دي.
د ساینس پوهانو پر وینا ویل کېږي، چې اوبه یې د سپوږمۍ په قطبونو کې موندلي دی، چې تر ۴۰۰۰۰ مربع متره ساحه یې نېولې ده.
دغه راز دوی د تیاره ځایونو د لېدلو ادعا هم لري او هیله مندي ښایي چې په دې تیاره ځایونو کې به اوبه را ټولې او د تل له پاره پاتې شي.
ساینس پوهان زیاتوي چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د اوبو ذخېره بیخي ډېره ده، چې د اوبو دې کشف پر سپوږمۍ د فضایي سټیشن د جوړولو امکانات نور هم ډېر کړل.
د امریکا د فضایي ادارې ناسا مشر Jim Bridenstine په خپله ټویټر پاڼه یوه ویډیو شریکه او خلک یې په دې تاریخي کشف خبر کړي. Jim لیکي چې: موږ د (سوفیا) په نوم له دوربین څخه په ګټه اخیستنې و کولی شول چې پر سپوږمۍ اوبه ومومو.
NEWS: We confirmed water on the sunlit surface of the Moon for the 1st time using @SOFIAtelescope. We don’t know yet if we can use it as a resource, but learning about water on the Moon is key for our #Artemis exploration plans. Join the media telecon at https://t.co/vOGoSHt74c pic.twitter.com/7p2QopMhod
— Jim Bridenstine (@JimBridenstine) October 26, 2020
نوموړي زیاتوي: موږ لا هم نه پوهېږو چې کشف شوې اوبه د استعمال وړ دي او که نه. خو د اوبو موندل زموږ له پاره کلیدي حیثیت لري.
یاده دې وي چې څه موده مخکې ناسا ادعا کړې وه، چې داسې پلانونه یې جوړ کړي دي، چې له مخې به یې په راتلوونکو څلورو کلونو لومړنۍ ښځه سپوږمۍ ته استوي، چې دا به له ۱۹۷۲ز کال راهیسې لومړی کس وي چې پر سپوږمکۍ ښکته کېږي. دغه راز ناسا ویلي ول: چې دوی د فنلینډ د نوکیا شرکت انتخاب کړی، تر څو په سپوږمۍ کې د موبایل شبکه فعاله کړي، چې دا کار یې له هغې پروژې څخه ګڼل کېږي، چې پر وینا یې دوی غواړي تر ۲۰۲۴ ز کاله پورې پر سپوږمۍ د انسانان ژوند ممکن کړي، دوی زیاتوي: مخکې له دې چې انسان د سپوږمۍ پر مخ ژوند پیل کړي، باید تر ۲۰۲۲ ز کاله پورې د سپوږمۍ پرمخ د بیسیم لومړنی مخابراتي سیستم جوړ او فعاله کړي.
هېره دې نه وي، نوکیا شرکت د امریکا په ټکساس ایالت کې له یو بل فضایي شرکت سره په ګډه کار کوي، تر څو ددې پروژې د تکمیل له پاره سپوږمۍ ته اړین وسایل او ماشینونه ولېږدوي.