کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د هند مخکښ چټک توپ اچونکي او د شل اوريز نړيوال جام ګټونکي عرفان پټان ٣٦مه کليزه
عرفان پټان

د هند مخکښ چټک توپ اچونکي او د شل اوريز نړيوال جام ګټونکي عرفان پټان ٣٦مه کليزه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى عرفان پټان نن د ٣٦ کلونو شو، نوموړى په ١٩٨٤ کال کې د اکتوبر په ٢٧مه نېټه په ګجرات کې زېږېدلى و.

عرفان پټان په نړيوالو سياليو کې ٣٠١ ويکټې ترلاسه کړي او همدا راز ٢٨٢١ منډې يې هم کړې دي. هغه په ٢٠٠٧ کال کې د اى سي سي نړيوال شل اوريز جام ګټونکى هم و.

نوموړى د هند يوازينى توپ اچونکى دى، چې په لومړي اور کې يې هېټريک ترسره کړى دى.


د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي يوراج سينګ هم د عرفان پټان په اړه يو ټويټ کړى دى او هغه ته يې د کليزې مبارکي ورکړې ده.

يوراج سينګ د عرفان پټان په اړه ليکلي دي، چې څومره خطرناکې د ده ان سيونګرز و، همدومره خطرناکه يې کمنټري هم ده. هغه په ټويټ کې ليکلي دي، چې عرفان پټان (King Of Swing) دى.


عرفان پټان په ٢٠٠٣ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړيوالې سيالۍ پيل کړې او په ٢٠١٢ کال کې يې وروستۍ لوبې ترسره کړې. له ٢٠١٧ کال څخه هغه د اى پي ايل په بولۍ کې کومې لوبډلې وانخيست او همدا راز په ٢٠٢٠ کال کې نوموړي له هر ډول کرکټ سياليو څخه استعفا ورکړه.

عرفان پټان اوس کمنټري کوي، چې د هغه کمنټري هم ډېر مينه وال لري.

د توپوهنې په برخه کې عرفان پټان ١ سليزه او ١١ پنځوسيزې هم وهلې دي، همدا راز د ټېسټ په يوه لوبه کې يې د ١٢٦ منډو په بدل کې ١٢، د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په يوه لوبه کې يې د ٢٧ منډو په بدل کې ٥ او د نړيوالو شل اوريزو لوبو په يوه لوبه کې يې د ١٦ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي هم سوځولي و.

Loading...

دا هم ولولئ

ډواين براوو

د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ الراونډر او د شل اوريزو لوبو يو …