کورپاڼه / روغتيا / د پیازو چای د ټوخي، زکام او نزلې درملنه ده!
د پيازو چاى

د پیازو چای د ټوخي، زکام او نزلې درملنه ده!

د هوا او موسم په بدلېدو سره هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي، په بېلابېلو ویروسي ناروغیو اخته کېږي. نو ددې له پاره چې د بدن دفاعي سیستم مو پیاوړی وي، د پیازو چای، چې په زیاته اندازه فاسفورس لري او د بدن ږ دفاعي سیستم پیاوړی کوي، استعمال کړو.

د روغتیایي کار پوهانو پر وینا ویل کېږي چې پیاز په طبیعي ډول داسې اجزاء لري، چې د بدن دفاعي سیستم ته قوت وربخښي.

پیاز چې هر ځای ډېر په آسانۍ موندل کېږي، کولی شئ چې د چای په برابرولو یې له بېلابېلو موسمي ناروغیو لکه ټوخي، زکام، نزله او د پوستکي انتان څخه ځان وژغورئ.

روغتیایي کارپوهان وایي چې پیاز ویټامین سي، انټي اکسایډ، مګنیزیم، اوسپنه او د زنک عناصرو بډایه سرچینه ده، چې د همدې بې شمېره ګټو تر څنګ یې د ښې روغتیا په موخه د سلاد په شکل هم استعمالوي.

که غواړئ د پیازو چای جوړ کړئ نو ځینې موادو ته، چې په هر پخلنځي کې شته، اړتیا ده. لکه: څو ټوټې پیاز، دوه یا درې دانې تور مرچ، یوه د لاچي دانه او لږه اندازه بادیان.

راځئ چې اوس چای جوړ کړو!

د پيازو چاى ١

لومړی په یوه لوښي کې یوه پیاله اوبه وخوټوئ، بیا پکې یو برابر پیاز چې نری ـ نری غوڅ شوی وي، د دوه یا دریوو مرچو سره واچوئ، دغه راز یو کوچنی لاچي او یوه کاچوغه بایان پکې ور ګډ او سر یې بند کړئ. اوس یې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو له پاره پرېږدئ، هر کله چې وخت پوره شو، چای چاڼ/فلتر کړئ او پرته له خوږو/ مېوې یې وڅښئ.

د پیازو له پاڼو د چای تیارولو طریقه:

د پيازو چاى ٢

په یوه پیاله خوټېدلو اوبو کې د شین یا تور چای سره د پیازو پاڼې ور واچوئ او د ۱۰ دقیقو له پاره یې سر بند کړئ، وروسته له هغې یې چاڼ/فلتر او د خوند له پاره څو څاڅکي لیمو او شات هم ور ګډ کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …