کورپاڼه / خپلواک / له کرکټ بورډ شړل شوو سره اوس د کرکټ غم شو
شفيق ستانکزی

له کرکټ بورډ شړل شوو سره اوس د کرکټ غم شو

خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): هغه کسان چې له کرکټ بورډ څخه شړل شوي دي، اوس يو ځل بيا لاس په کار شوي او د کرکټ بورډ اداره پسې لګيا دي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يو ځل بيا په اداره پسې داسې څرګندونې کوي، چې له هېڅ ذي شعور انسان او په هېواد او وطن افغان سره نه ښايي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی اجراييه رييس شفيق ستانکزی، چې د کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر عزيز الله فضلي له کرکټ بورډ څخه په زوره ګوښه او کور ته يې ولېږه، اوس ورسره يو ځل بيا د کرکټ غم پېدا شو.

شفيق ستانکزی هغه څوک دی، چې ولس يې پر ضد تر ټولو زياته کرکه ښکاره کړې ده او يوازينی دغه کس و، چې کله له کرکټ بورډ ليرې شو، نو ټول ولس پرې ډېره خوشحالي ښکاره کړي.

کله چې د شفيق ستانکزي د ليرې کېدو اعلان وشو، نو هغه په خپل فېسبوک باندې پوسټ وکړ، چې نه يې مني، خو په تبصرو کې خلکو دومره بد ياد کړ، چې فکر نه کوم هغه تبصرې يې له ډېره شرمه هم کتلي وي.Shafiq 1

شفيق ستانکزی چې وايي، چې په شرمونو يې وشرمولو، په اصل کې په شرمونو خو هغه د کرکټ بورډ اداره شرمولې وه، چې په لوبغاړو کې يې ډلې جوړې کړې وې او په هر څه کې به يې فساد کاوه. هغه لومړی له نسيم دانش سره په فساد کې پوره لاس درلود، وروسته چې عاطف مشعل راغی، نو د دواړو ترمنځ په غلا او فساد ورانه شوه، چې وروسته سره بېرته جوړ شو او په ګډه يې کرکټ ته سياست راوسته او ډېر پراخ فساد يې وکړ، چې د افغانستان غوره لیګ يې يوازې يوه بېلګه ده.

شفيق ستانکزی هغه څوک دی چې کله د کرکټ بورډ اجراييه رييس و، نو ولسمشر غني ورته د نړۍ تر ټولو غوره مشر ښکاره کېده او تل به يې د هغه په اړه پوسټونه کول چې په زړه کې يې اوسېږي، خو کله چې له دندې ليرې شو نو ولسمشر غني ډېر بد انسان شو او د هغه په وينا، که يې ټاکنې وګټلې نو لوبغاړي به هم دوه تابعيته واخلي.Shafiq 2

له شفيق ستانکزي بايد پوښتنه وشي، چې په ټېکسي کې کرکټ بورډ ته راغلی وې او بيا په مرسډيز کې ترې بېرته لاړې، دا دې له کومه کړ؟ د دوبۍ هغه شانداره هوټل دې له کومه کړ؟ همدا راز په کابل کې دا کورونه دې له کومه کړ؟

خبره دا ده چې انسان ډېر ژر خپل رنګ بدلوي، کله چې يې په يو ځای کې ګټې وي، نو هر څه سم وي، خو چې له ياد ځای څخه وشړل شي، نو بيا ورته هر څه (شرمېدلي) ښکاري. ولس بايد د دې خلکو اصليت وپېژني، چې دا يوازې د خپل ځان او شخصي ګټو لپاره هر څه بدناموي او ملي ګټې هم تر پښو لاندې کوي.عبدالله عبدالله او شفيق ستانکزی

د شفيق ستانکزي تر څنګ هغه ټول کسان ولاړ دي، چې له کرکټ بورډ څخه شړل شوي دي، ځکه چې ټول دا فکر کوي چې کرکټ بورډ د دوی ميراثي اداره ده او ټول عمر به پکې ناست وي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …