کورپاڼه / جالب / آیا داسې باز مو لېدلی چې په میلونونو روپیو پلورل شوی وي؟
باز

آیا داسې باز مو لېدلی چې په میلونونو روپیو پلورل شوی وي؟

په سعودي عربستان کې یو باز په اوه میلونه، درې سوه درې نوې زره،  دوه سوه اتیا (۷۳۹۳۲۸۰) افغانۍ لیلام شوی دی.

د نړیوال خبري ژورنال پر وینا ویل کېږي، چې په سعودي عربستان کې د (رازق رزق الله الحسناني) نومي شخص خپل باز لیلام ته وړاندې کړو، چې په نیم ساعت کې دننه دننه یې د (صالح المطیري) په نوم کس باندې په درې لکه یو شپېته زره (۳۶۱۰۰۰) ریال وپلوره.

په راپورونو کې راځي چې، دا باز د المجیرمه په سیمه کې نېول/ښکار شوی و، چې جګوالی یې ۱۵ انچه، پلنوالی یې ۱۶ انچه او وزن یې ۱۱۰۰ کیلو ګرامه ته رسېږي.

رزاق وایي، چې د باز لیلام یې شوق نور هم زیات کړ او غواړي چې بیا هماغې سیمې ته لاړ شي او دې ته ورته قیمتي باز ونیسي.

پنځه دیرش کلن رازق د رسنیو سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له شپږ کلنۍ یې دا کار شروع کړی دی. نوموړی دا هم وایي چې دا کسب یې له پلاره ورته په میراث پاتې او تر دې دمه یې له ۵۰۰۰ ریالو نه پورته باز نه و پلورل شوی.

ویل کېږي، باز په سعودي عربستان کې تر ټولو ښه مارغه ګڼل کېږي، چې ساتل یې د شان او شوکت نښه ده او په همدې سبب د نړۍ زیات شمېر بازان په سعودي عربستان کې شتون لري.

باز د لېدلو قوي حس لري، چې کولی شي له سل متره لوړې ساحې څخه د مېږي هومره شیان هم وویني. د باز په اړه نورې څېړنې داسې وایي:

باز عموماً ۷۰ کاله عمر لري، خو کله چې ۴۰ کلنې ته ورسېږي، مښوکه او وزرونه یې له کاره لوېږي، چې ښکار کول او الوتل ورته ډېر ستونزمن وي. نو دا وخت باز دوه لارې لري یا به مري او یا به ۱۵۰ ورځې درد زغمي.  دغه راز ویل کېږي چې باز د درد زغملو له پاره مجبور دی چې غره ته وخېژي او ۱۵۰ ورځې تېرې کړي.

په دې موده کې باز خپله زړه مښوکه په کلکې ډبرې وهي، تر څو ختمه او نوي مښوکه یې ځای ونیسي، دغه راز زړې بڼکې تلې او نوې وزرونه کوي، چې بېرته الوتلو ته اماده او پاتې ۳۰ کاله ژوند وکړي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …