کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ايا کلکته به سږکال اى پي ايل وګټي؟ د شاه رخ خان په زړه پورې ځواب
شاه رخ خان

ايا کلکته به سږکال اى پي ايل وګټي؟ د شاه رخ خان په زړه پورې ځواب

د هندي سينما مشهور او مخکښ هنرمند شاه رخ خان چې په اى پي ايل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې مالک دى، په ټويټر د يو کس پوښتنې ته جالب ځواب ورکړى دى.

شاه رخ خان نن د يو پخواني فلم د ٢٠ کالو په پوره کېدو په ټويټر له خلکو څخه غوښتي و، چې نن ترې هر څه پوښتنې کوي، پوښتنې دې وکړي، هغه به يې هڅه وکړي چې دوى ته ځوابونه ورکړي.

د #ASKSRK تر هشټاګ لاندې په سلګونو کسانو له شاه رخ خان څخه بېلا بېلې پوښتنې وکړې. که څه هم ډېرې پوښتنې د هغه د فلمونو او شخصي ژوند په اړه وې، خو ځينو کسانو بيا له شاه رخ خان څخه د اى پي ايل او د هغه د لوبډلې کلکته نايټ رايډرز په اړه هم پوښتنې وکړې.

په دې کې يو کس د همدې هشټاګ لاندې يو ټويټ کې ليکلي و: ((څه فکر کوئ، سږکال به کلکته نايټ رايډرز د اى پي ايل اتلولي خپله کړي.)) په همدې ټويټ کې هغه ليکلي و، چې د کلکتې لوبډلې مينه وال وايي، چې کلکته کرکټ نه کوي، بلکې د خپلو مينه والو د احساساتو سره لوبې کوي.

د فريد ګهاډا په نوم د ټويټر دغه کاروونکي ته شاه رخ خان بېرته ځواب ورکړى وى او ورته يې ليکلي و: ((ياره زما په اړه فکر وکړئ، چې زما په زړه به څه تېرېږي.))


ياد کس ته د شاه رخ خان دا ځواب له ٨ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى او همدا راز ١٢٠٠ څخه زياتو کسانو ريټويټ کړى هم دى. ډېرو کسانو بيا ليکلي دي، چې ډېر ښه ځواب، همدا راز ځينو ورته ليکلي دي، چې د کلکتې ټولو لوبغاړو ته بايد سزا ورکړي.

د يادولو وړ ده چې کلکته ناټ رايډرز لوبډلې تراوسه پورې ١٢ لوبې ترسره کړې دي او ٦ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده، چې ١٢ نومرې يې ترلاسه کړې دي او په جدول کې اوس په پنځم مقام کې ده. پرون يې له کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبه وه، چې پنجاب د ٨ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړه او د دې ماتې سره کلکته له څلورم څخه پنځم مقام ته لاړه او پنجاب څلورم مقام خپل کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …