کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د راشد خان زبردسته توپ اچونه، حېدراباد د ډيلي لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه
راشد خان ١

د راشد خان زبردسته توپ اچونه، حېدراباد د ډيلي لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه

د راشد خان د زبردستې توپ اچونې، د ساها، وارنر او پانډى په زړه پورې توپوهنې په مټ د حېدراباد لوبډلې د ډيلي لوبډلې ته د ٨٨ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٧مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سنرايزرز حېدراباد ښه توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٩ منډې وکړې. د دوى له ډلې وريديمان ساها د ٢ شپږيزو او ١٢ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ٨٧، لوبډلمشر ډيويډ وارنر د ٢ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٣٤ توپونو ٦٦ او منيش پانډى د ١ شپږيزې او ٤ څلوريزو په مټ په ٣١ توپونو ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

وارنر او ساها

د ډيلي کاپيټلز له لوري ار اشوين او انريک نورجه ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٠ منډو د هدف په تعقيب کې د ډيلي کاپيټلز لوبډله ناکامه شوه او په ١٩ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ١٣١ منډو وسوځېدله، چې د ٨٨ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ريشب پانټ ٣٦، اجينکى ريهانى ٢٦، تشار ديش پانډى ٢٠ ناسوځېدلې او شيمرون هيټماير ١٦ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان په زړه پورې او زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٤ اورونو کې د ٧ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول او په روان اى پي ايل کې يې خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه. همدا راز ټي ناټاراجن او سنديپ شرما ٢-٢، شهباز نديم، جېسن هولډر او ويجى شنکر ١-١ ويکټ واخيستې.

راشد خان

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وريديمان ساها ترلاسه کړه، چې په توپوهنه کې يې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې وې.

نن د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډيويډ وارنر د زېږېدو کليزه هم وه، چې نوموړي په خپله هم سليزه ووهله او راشد خان هم د ښې توپ اچونې په مټ هغه ته د کليزې په ورځ ښه ډالۍ وړاندې کړه، چې په ستر توپير حېدراباد بريا خپله کړه.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ١٢ لوبو کې پنځه برياوې خپلې کړې او د ١٠ نومرو سره په جدول کې شپږم مقام ته لاړه، همدا راز ډيلي کاپيټلز بيا په ١٢ لوبو کې ٧ لوبې ګټلې دي، خو د ننۍ لوبې د بايللو سره له دويم مقام څخه دريم مقام ته ښکته شوه او رايل چېلنجرز بېنګلور په جدول کې دويم مقام ته لاړه.

سبا د اکتوبر په ٢٨مه نېټه د اى پي ايل ٤٨مه لوبه د ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

جافنا سټالينز لوبډلې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

تيسارا پريرا په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې وځلېده چې جافنا سټالينز ته …