کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په روان اى پي ايل ليګ کې خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه
راشد خان

راشد خان په روان اى پي ايل ليګ کې خپله غوره توپ اچونه ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان يو ځل بيا په اى پي ايل کې خپل کمال ښکاره کړ او د ډيلي کاپيټلز ٣ لوبغاړي يې وسوځول.

راشد خان چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، نن يې په لوبه کې ٤ اورونه ترسره کړل او د ٧ منډو په بدل کې يې ٣ لوبغاړي وسوځول.

د هغه اکانومي ١.٧٥ وه، چې دا يې په روان اى پي ايل کې تر ټولو غوره توپ اچونه ده.


نوموړي په دې لوبه کې د اجينکى ريهانى، شيمرون هيټماير او اکشر پټيل مهمې ويکټې ترلاسه کړې او د سنرايزرز حېدراباد لوبډله يې بريا ته ورنږدې کړه.

راشد خان چې په نننۍ لوبه کې يې ٣ ويکټې ترلاسه کړې، په ١٢ لوبو کې يې ټولې ويکټې ١٧ شوې او په روان اى پي ايل کې دريم توپ اچونکى شو، چې زياتې ويکټې يې اخيستي دي.

تر ټولو زياتې ويکټې کاګيسو رباډا ٢٣ اخيستي دي او ورپسې بيا محمد شامي دى چې ٢٠ ويکټې يې اخيستي دي، همدا راز راشد خان، جوفرا ارچر او جسپريت بومرا ١٧-١٧ ويکټې ترلاسه کړې دي.

راشد خان بيا په روان اى پي ايل ليګ کې تر ټولو اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کړې ده، نوموړي په ١٢ لوبو کې ٤٨ اورونه ترسره کړي دي، چې ٢٤٠ منډې يې ورکړي دي او اکانومي يې ٥.٠٠ ده.

هغه يو مېډن اور هم ترسره کړى دى او اوسط يې ١٤.١١ دى، سټرايک رېټ يې ١٦.٩ دى. په اى پي ايل کې تر ټولو غوره توپ اچونه يې بيا په نننۍ لوبه کې وه.

د يادولو وړ ده چې سنرايزرز حېدراباد په نننۍ لوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ٢٢٠ منډې هدف ټاکلى دى، چې ډيلي کاپيټلز د ياد هدف پر وړاندې په توپوهنه کې ډېره کمزورې روانه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …