کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې د ژمي په موسم کې هم تازه واوسئ؟
نجلۍ په واوره کې

آیا غواړئ چې د ژمي په موسم کې هم تازه واوسئ؟

دا چې د ژمي موسم را روان دی، نو ګرم مشربات، یخني ښوروا، سړه هوا، واورې او د هیواد په سړو سیمو کې رخصتۍ مو مخې ـ مخې ته کېږي.

په ژمي کې چې د تودوخې درجه را ښکته کېږي، پوستکی مو سپوروالی او یا هم یو ډول حساسیت پیدا کوي، چې ستاسو عمر له اصلي عمره زیات ښایي. د عمر ډېروالی د ښځو سربېره ډېری نارینه وو ته هم د منلو وړ نه دی او نه غواړي چې د دوی عمر دې زیات وښودل شي.

نو راځئ چې لاندې درې لارښوونې عملي کړو، تر څو ترو تازه او ځوان ښکاره شو.

 ١-: د پوستکي او بدن هایډریټ ساتل:

ژمي کې نجلۍ

نړیوال (ډرماتولوجیسټ) ډاکټر سټین ګولډ وايي، چې له مینځلو وروسته باید پوستکي لوند وساتل شي. دی وایي چې اوبه د پوستکي له پاره ډېرې ګټورې دي، دغه راز نوموړی زیاتوي چې په ژمي کې باید (مویسچرایزر) کریم ډېر استعمال شي.

په هغو سیمو کې چې هوا یې وچه وي د ګرمو مشرباتو څښل او ګرمې اوبه استعمالول هم ګټور دی. نو د چکر یا هم د سودا اخیستلو پر مهال له ځان سره د اوبو بوتل یوسئ. د سړو اوبو پرځای، ګرمې او پاک، شین چای او چاکلیټ وخورئ.

د پوستکي د هایډریټ د برابر ساتلو له پاره له غوړو خوړو، نارنج، مستو او … څخه ګټه واخلئ. ډېرې اوبه وڅښئ تر څو د بدن اوبه مو پوره شي.

هر هغه څوک چې ورزش کوي، په هرو پنځلس دقیقو کې باید یوه پیاله اوبه وڅښي.

٢-: د لمر ضد کریم:

نجلۍ کريم

په ژمي یا هم سړه هوا کې د لمر ضد کریم استعمال کړئ. ویل کېږي چې په ژمي کې د لمر زیان لرونکې وړانګې د کړکۍ یا هم د دروازې له لارې ستاسو کوټې ته داخلېږي او بدن ته مو څو برابره زیان رسوي. نو ددې له پاره چې د لمر له زیان لرونکو وړانګو ځان وژغورو باید د لمر ضد هغه کریم استعمال کړو، چې په طبیعي توګه انټي اکسایډ ولري.

٣-: د لامبلو پر مهال کم وخت تېرول:

لامبل

روغتیایي کار پوهان وایي چې په ژمي یا هم سړه هوا کې د لامبلو پرمهال له پنځو څخه تر لسو دقیقو زیات وخت تېر نۀ کړو. ویل کېږي چې ډېر وخت تېرول مو پوستکی سپوروي، دغه راز لاسونه هم باید په ډېرو ګرمو اوبو ونه مینځو، خو مناسبې ګرمې اوبه مو له لاسونو میکروبونه پیدا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د تشو متیازو په کوم رنګ خپلولو سره ډاکټر ته د تګ اړتیا پېښېږي؟

ویل کېږي چې د تشو متیازو رنګ د انسان د شخصیت په اړه ځینې خبرې …