کورپاڼه / خبرونه / هندۍ لوبډله د نومبر په ١٢مه اسټراليا ته ځي
هندۍ لوبډله

هندۍ لوبډله د نومبر په ١٢مه اسټراليا ته ځي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو، ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٤ ټېسټ سياليو مهالوېش اعلان شو، چې له مخې به يې د هند کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ١٢مه نېټه د اسټراليا په سفر روانه شي.

له کرنټين وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل شي، چې له هغه وروسته به د نړيوالو شل اوريزو او بيا د ټېسټ لوبو لړۍ ترسره شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د اى سي سي کرکټ نړيوال جام سوپر ليګ  برخه دي، چې اسټراليا په دې ليګ کې دويم مقام کې دى او هند لومړۍ لوبلړۍ ترسره کوي.

د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې بيا اسټراليا لومړى مقام لري او په وروستي ځل يې له هند څخه د يې ٢-٠ سره لوبلړۍ کې بريا هم خپله کړې وه.

د هند کرکټ ملي لوبډله چې د نومبر په ١٢مه نېټه اسټراليا ته لاړه شي، نو د کورونا له امله به لومړى کرنټين شي او له هغه وروسته به د نومبر په ٢٧مه نېټه سيالۍ پيل شي.

نړيوالې يو ورځنۍ لوبې

د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ او دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه په سډني کرکټ لوبغالي کې د نومبر په ٢٧مه او ٢٩مه نېټه ترسره شي، همدا راز دريمه لوبه به بيا په اول کې د دسمبر په دويمه نېټه ترسره کړي.

نړيوالې شل اوريزې لوبې

لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د دسمبر په ٤مه نېټه په اول کې ترسره شي او له هغه وروسته به دويمه او دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دسمبر په ٦مه او ٨مه نېټه په سډني کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټېسټ لوبې

لومړۍ ټېسټ لوبه به د دسمبر په ١٧-٢١ نېټه په اول کې، دويمه د دسمبر په ٢٦-٣٠ نېټه په ميلبورن کرکټ لوبغالي کې، دريمه د جنورۍ په ٧-١١ نېټه په سډني کرکټ لوبغالي کې او څلورمه ټېسټ لوبه به د جنورۍ په ١٥-١٩ نېټه په ګابا کې ترسره شي.

د اسټراليا پر وړاندې د لوبو لپاره د هند لوبډلې سکواډونه:

د هند کرکټ بورډ د اسټراليا سره د لوبو لپاره تېره ورځ د درې واړه فارمېټونو سکواډونه اعلان کړي دي، چې په لاندې ډول دي:

د شل اوريزو لوبو لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شيکر دهون، ماينک اګروال، کى ايل راهول (مرستيال لوبډلمشر)، شرياس اير، منيش پانډى، هارديک پانډيا، سنجو سمسون، رويندرا جډيجا، واشينګټن سندر، يوژيندرا چاهل، جسپريت بومرا، محمد شامي، نوديپ سېني، ديپک چاهار او ورونو چکرورتي.

د يو ورځنيو لوبو لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، شيکر دهون، شوبمن ګيل، کى ايل راهول (مرستيال لوبډلمشر)، شرياس اير، منيش پانډى، هارديک پانډيا، ماينک اګروال، رويندرا جډيجا، يوژيندرا چاهل، کلديپ يادو، جسپريت بومرا، محمد شامي، نوديپ سېني او شردل ټاکر.

د ټېسټ لوبو لوبډله: ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، ماينک اګروال، پريتوي شاو، کى ايل راهول، چيتيشور پوجارا، اجينکى ريهانى (مرستيال لوبډلمشر)، هنوما ويهاري، شوبمن ګيل، وريديمان ساها، ريشب پانټ، جسپريت بومرا، محمد شامي، اميش يادو، نوديپ سېني، کلديپ يادو، رويندرا جډيجا، ار اشوين او محمد سراج.

Loading...

دا هم ولولئ

افتاب عالم

افتاب عالم د ناروغۍ له امله له سريلانکا څخه بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى چې په سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير …