کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پرونۍ لوبې په اړه جالب پوسټونه: هيټماير او ريهانى د راشد خان په ليدو: ((ستا په ليدو درد راورسېد))
سلمان خان او راشد خان

د پرونۍ لوبې په اړه جالب پوسټونه: هيټماير او ريهانى د راشد خان په ليدو: ((ستا په ليدو درد راورسېد))

پرون په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ډېره په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ٨٨ منډو په ستر توپير يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پرونۍ لوبه کې وريديمان ساها، ډيويډ وارنر او راشد خان ډېر وځلېدل، چې دا ستره بريا يې حېدراباد ته ورپه برخه کړه او د حېدراباد لوبډلې د مخکې تګ چانسونه يې ژوندي وساتل.

که چېرته حېدراباد خپلې راتلونکې دواړه لوبې هم وګټي، نو د پلى اف پړاو ته د تګ چانس يې شته.

د پرونۍ لوبې په اړه په ټويټر کې هم ځينې جالب پوسټونه شوي و، چې ځينې يې له تاسې سره دلته هم شريکوو.

په ټويټر يو کس د اجى دېوګن د يو فلم عکس خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې هيټماير او ريهانى د راشد خان له ليدو وروسته. په عکس ليکل شوي: (ستا په ليدو درد راورسېد.)


يو کس د سلمان خان د ژړا عکسونه خپاره کړي دي او ورته يې ليکلي دي: ((٤ اورونه، ١٧ ډاټ بالونه، ٣ ويکټې او يوازې ٧ منډې يې ورکړې. د ډيلي کاپيټلز منېجمنټ راشد خان ته.))


د رنوير سينګ د يو فلم عکس يو کس خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې ډيويډ وارنر د خپلې کليزې په ورځ په ٢٥ توپونو ٥٠ منډې وکړې. په عکس ليکل شوي: (دا ډالۍ ما خپل ځان ته په خپله ورکړه.)


يو کس د ريتيک روشن يو عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې وريديمان ساها اوس داسې وايي. په عکس ليکل شوي: ((چې وخت راشي نور تر ټولو اوږد ټوپ به زه وهم.))


يو کس د يو ماشوم عکس په ټويټ کې خپور کړى دى، چې د کوټې په يو ګوټ کې پورته ختلى دى. او ورته يې ليکلي دي: د ممبۍ انډينز، ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور حالت.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه ١

هغه مېرمن چې له هرو ٢٤ ساعتونو وروسته ۲۶ کاله مخکیني ژوند ته ستنېږي

تاسې داسې تصور وکړئ چې هر سهار له خوب سترګې غړوئ، نو د تېرې ورځې …