کورپاڼه / روغتيا / ولې ژبه نښلي یا تنتړۍ کېږي؟
د ژبې نښتل

ولې ژبه نښلي یا تنتړۍ کېږي؟

روغتیا پوهان وایي، چې د ژبې نښتل یا تنتړي کېدل ګڼ شمېر سببونه لري، چې رواني او ارثي لاملونه هم پکې شمېرل کېږي. لکه په کور، ښوونځي او دفتر کې ذهني فشار، جینیټکي نیمګړتیا او یا هم فزیکي کمزوري.

ویل کېږي چې د ژبې د نښتلو یا تنتړي کېدلو ستونزه زیات وخت په هغه ماشومانو کې لېدل کېږي، چې عمرونه یې له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې وي او دا هغه عمر دی چې ژبه پکې انکشاف کوي.

په عمومي توګه د نړۍ پنځه سلنه ماشومان د ژبې د نښتلو یا تنتړي کېدلو ستونزه لري، چې د وخت په تېرېدو سره خپله حل کېږي.

انساني غږونه او آوازونه چې د ځینو غړو د حرکت په سبب رامنځته کېږي، ژبه، شونډې او ستونی پکې مهم رول لري. د ستوني او د ستوني د شاوخوا برخو حرکت دماغو پورې اړه لري، چې د اورېدلو او حس کولو وړتیاوې هم لري.

روغتیایي کار پوهان وایي، چې په ماشومانو کې د ژبې نښتل یا تنتړي کېدل د دوی په ودې یا نشو نما پورې تړلي مسئله ده، چې د وخت په تېرېدو سره دا ستونزه خپله حل کېږي، خو هغه کسان چې زیات عمرونه لري او له ورته ستونزې سره مخ وي، ممکن دماغ یې کوم زخم ولري. خو که چېرې مو په کوم ماشوم کې د ژبې نښتل یا تنتړي کېدل ولېدل باید زر تر زره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د ژبې د نښتلو یا تنتړي کېدلو درملنه:

په لوړ غږ لوستل، خبرې کول … مو د ژبې نښتل یا تنتړي کېدل کمولی شي. روغتیا پوهان وایي چې تر اوسه یې د ژبې د بندښت د مخنیوي له پاره کوم خاص درمل نه دي موندلي، خو ځینې متیودونه شتون لري، چې ستونزه پرې حل کولی شي. دوی زیاتوي چې متیودونه یې د عمر او نورو توپیرونو په لحاظ فرق لري. عموماً په وړو ماشومانو د (سپیچ تراپي) متیود کاروي، دوی وایي که د ماشوم درملنه په کم عمرۍ کې وشي، نو وروسته به له ذکر شوې ستونزې سره نه مخ کېږي.

دغه راز میندې او پلرونه باید خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړي چې په آزادانه ډول خپل نظر څرګند کړي، ونه رټل شي، له دوی سره په نرمۍ چال چلند وشي، خبرې یې واورېدل شي، تر څو دوی د زیات فشار لاندې را نه شي.

په (سپیچ تراپي) متیود کې ماشوم ته په کراره د خبرو کولو، د خبرو ترمنځ د ساه اخیستلو او د لنډو خبرو کولو مشوره ورکول کېږي. دغه راز دوی سره د دوی د ژوند او مشکلاتو په اړه خبرې اترې کوي. سربېره پردې د لوی عمر خاوندانو له پاره هم دا متیود ګټور ګڼل کېږي، خو د ژبې د بندښت له پاره درمل خوړل زیانمن تمامېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تودې اوبه

ګرمې يا تودې اوبه د یخو په پرتله د روغتیا لپاره ګټورې ګڼل کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د یخو اوبو څښل د روغتیا لپاره هیڅکله ګټورې نه تمامېږي. …