کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٨مه لوبه: دوه مخکښې لوبډلې، ممبۍ او بېنګلور نن د اتمې بريا لپاره مېدان ته کوزېږي
ممبۍ انډينز

اى پي ايل ٤٨مه لوبه: دوه مخکښې لوبډلې، ممبۍ او بېنګلور نن د اتمې بريا لپاره مېدان ته کوزېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٨مه لوبه نن د ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دواړه لوبډلو په ١١-١١ لوبو کې ٧-٧ برياوې خپلې کړې دي، چې ١٤-١٤ نومرې لري او ممبۍ په لومړي او بېنګلور په جدول کې په دويم مقام کې قرار لري.

نن چې هره لوبډله لوبه کې بريا خپله کړي، د ١٦ نومرو سره به تر ټولو مخکښه لوبډله شي.

ممبۍ انډينز په وروستيو درې لوبو کې يوازې ١ بريا خپله کړې ده، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته يې د ١٠ ويکټو په ستر توپير ماتې ورکړې وه، خو وروستۍ لوبه يې د راجستان رايلز لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې راجستان د ٨ ويکټو په ستر توپير ترې بريا خپله کړې وه.

رايل چېلنجرز بېنګلور بيا په وروستيو درې لوبو کې ٢ برياوې خپلې کړې دي، چې کلکتې ته يې په ٨ او راجستان ته يې په ٧ ويکټو ماتې ورکړې، خو په وروستۍ لوبه کې يې بيا د چيناى سوپر کنګز څخه په ٨ ويکټو ماتې وخوړه.

د ممبۍ او بېنګلور لوبډلې په روان ليګ کې په ١٠مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې د دواړو ترمنځ زبردسته لوبه ترسره شوې وه او په سوپر اور کې بيا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې بريا خپله کړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: ايشان کشن، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، سورب تيواري، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، کرونال پانډيا، جېمز پيټنسن، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، ارون فنچ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، معين علي، ګور کيرت سينګ، کريس موريس، واشينګټن سندر، نوديپ سېني\اميش يادو، يوژيندرا چاهل او محمد سراج.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ …