کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / شاپرک د ناروغۍ پر مهال له نورو لرې اوسي؛ ټولنيز واټن ساتي
شاپرک

شاپرک د ناروغۍ پر مهال له نورو لرې اوسي؛ ټولنيز واټن ساتي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوې نوې څېړنې پر مهال ثابته شوه، چې شاپرک د ناروغۍ پر مهال له نورو لرې اوسي، يعنې ټولنيز واټن ساتي.

د امریکا په (بي هیورل ایکالوژي) نومي ساینسي ژورنال کې د خپرو شوو څېړنو له مخې ویل کېږي، چې دا څېړنې یې په ۳۱ شاپرکیو ترسره کړي دي.

دوی زیاتوي، چې شاپرکي یې په ځنګل کې نېولي و او د ځینو ویروسي ناروغیو له ور انتقالولو وروسته یې بېرته خوشې کړل. دوی وایي چې زموږ څارونکې ډلې ولېدل چې ناروغه شاپرکي له روغو شاپرکیو لرې ناست دي، تر څو ناروغي یې نورو ته انتقال نه شي.

په شاپرکیو کې د دفاعي سیستم ارتقاء:

د چین او سینګاپور څخه په یو څېړنېز راپور کې راغلي دي، چې شاپرکي څنګه د خپلې DNA څخه کار اخلي.

شاپرک چې د زیات الوتلو وړتیا لري، په DNA کې یې دومره ډېره انټي باډي شتون لري، چې د مختلفو ناروغیو څخه پرې ځان وژغوري. له همدې امله څېړونکي وایي چې شاپرک کولی شي له ډېرو خطرناکو ویروسونو څخه ژوندی ووځي.

د راپورونو پر وینا ویل کېږي، چې اوس مهال شاپرکي د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د خوراکي توکو په نوم هم په آزادانه ډول پلورل کېږي. چې د همدې لارې د ډېرو ویروسونو د خپرېدو لامل ګرځي،  چې لومړى نورو حیواناتو، بیا انسان او له یو انسان څخه بل انسان ته د خولې، پوزې او … لارو انتقالېږي.

په دې اړه ډاکټر ډسزاک وایي، چې د داسې خطرناکو ویروسونو څخه د مخنیوي لپاره باید د هغو حیواناتو په پلور بندیز ولګېږي، چې ویروسونه ترې انتقالېږي.

د يادولو وړ ده چې تراوسه پورې په ټوله نړۍ کې ١٣٠٠ ډوله شاپرکي پېژندل شوي دي. همدا راز د کورونا ويروس په اړه هم ويل کېږي، چې د شاپرکيو څخه پيل شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

يوټيوب

يوټيوب کې نوى بدلون، اوس به په هرې ويډيو پېسې ګټي

د ويډيوګانو خپرولو لپاره د نړۍ تر ټولو سترې وېبپاڼې يوټيوب اوس په خپل سايټ …