کورپاڼه / خبرونه / د هند مشهور کرکټر عرفان پټان فلمونو ته مخه کړه
عرفان پټان

د هند مشهور کرکټر عرفان پټان فلمونو ته مخه کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي عرفان پټان له کرکټ څخه وروسته فلمونو ته هم مخه کړه، چې لومړى فلم به يې ډېر ژر نندارې ته وړاندې شي.

عرفان پټان چې تېره ورځ يې ٣٦مه کليزه وه، په فلمونو کې کار پيل کړى دى او د هغه د کليزې په ورځ فلم جوړونکو د نوموړي د نوي فلم څخه د هغه لومړنى عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.

دا فلم چې (کوبرا) نومېږي، عرفان پټان پکې د اسلن يلمز کردار لوبولى دى، دا د هغه لومړنى فلم دى چې کار پکې کوي. دا فلم په تامل ژبه کې جوړ شوى دى او ښايي روان کال کې نندارې ته وړاندې شي.


د دې فلم لارښود يا ډايريکټر اجى ګننماتو دى، او په فلم کې مرکزي کردارونه وکرم او سري نيدي شيټي ترسره کړي دي.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويل شوي، چې عرفان پټان په دې فلم کې څه ډول کردار لوبولى دى.

د يادولو وړ ده چې عرفان پټان د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ او چټک توپ اچونکى و، نوموړى په ٢٠٠٧ کال کې په هغه لوبډله کې هم شامل و، چې د هند لوبډله يې په نړيوال شل اوريز جام کې اتلولۍ ته ورسوله.

همدا راز عرفان پټان د هند لومړنى توپ اچونکى دى چې په لومړي اور کې يې هېټريک (پرلپسې درې لوبغاړي سوځول) ترسره کړى دى.

عرفان پټان په نړيوالو لوبو کې ٣٠١ ويکټې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٢٨٢١ منډې يې هم کړې دي. هغه په ٢٠٠٣ کال کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره نړيوالې لوبې پيل کړې وې، چې په وروستيو کلونو کې بيا په لوبډله کې چانس نه و ورکړل شوى، همدا راز په تېرو درې پړاوونو کې په اى پي ايل کې هم چا نه و اخيستى، نوموړي په ٢٠٢٠ کال کې له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …