د امریکا فضایي اداره ناسا به تر ۲۰۳۰ ز کاله پورې خپله فضایي بېړۍ، چې په دریو میاشتو کې ۴۰ میلیارده کیلو مټره مزل کوي، مریخ ته ولېږي.
دا اټومي ماشین چې د ناسا ادارې له پاره جوړ شوی، کولی شي چې په دریو میاشتو کې یو انسان مریخ ته ورسوي، او له دې سره به مريخ ته تګ ډېر اسانه شي.
د (الټرا سیف کلیئر ټیکنالوژۍ) نومي شرکت پر وینا ویل کېږي، چې دې اټومي ماشین کې یې دوه راکټونه نصب کړي دي، تر څو ډېر چټک مزل وکړي.
نوموړى شرکت وایي، چې ددې اټومي ماشین په بشپړېدو به د پخوا په پرتله سفر مخفوظ او ګړندی وي، حتی تر دې چې نورو سیارو ته به هم د سفر وړتیا ولري.
ددې ماشین په اړه ویل کېږي، چې دا ماشین به له موجودو ټولو ماشینونه څخه ډېر پرمختللى وي.
دغه راز په دې ماشین کې به خپل ځانګړي سون توکي کارول کېږي، چې په لږو یورانیمو به زیاته انرژي تولیدوي او د سون توکو لاندینۍ برخه کې به د (کونیم کاربایډ) ټوټې اچوي، چې د تودوخي له درجې پرته هم د سون توکو له ذرو سره مقاومت وکړي.
د ناسا ادارې کارکوونکي وایي، موږ غواړو چې ساینس پوهان دې لږ تر لږه ۳۰ ورځې په مریخ کې پاتې شي یا دې هم دا موده تر یو کال یا دریوو کلونو پورې وغځېږي.
یاده دې وي چې څه موده وړاندې په راپورونو کې ویل شوي و، چې په مریخ کې د ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو له پاره د اوسېدو پر زمینه او د انټرنیټ له پاره د مریخ په شاوخوا کې د یو سټلایټ په درولو کار روان دى.
په ځينو راپورونو کې دا هم ويل شوي دي، چې ناسا د هغه کسانو نومليکنه هم پيل کړې ده، چې مريخ ته د تګ ارمان لري.