کورپاڼه / خبرونه / د شکېب الحسن بندېز پاى ته ورسېد، بنګالي لوبغاړي يې بېرته راتګ ته په تمه دي
شکېب الحسن

د شکېب الحسن بندېز پاى ته ورسېد، بنګالي لوبغاړي يې بېرته راتګ ته په تمه دي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکېب الحسن يو کلن بندېز سبا پاى ته رسېږي، د هغه بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي، چې دوى د شکېب الحسن بېرته راتګ ته په تمه دي.

په شکېب الحسن د انټي کرپشن اصولو څخه د سرغړونې له امله بندېز لګېدلى و، هغه سره ځينو خلکو د لوبو د فيکس کولو په اړه اړيکې نيولې، چې نوموړي د بنګله دېش کرکټ بورډ او اى سي سي ته په اړه معلومات نه و ورکړي. هغه خپله تېروتنه منلې وه او په دې اړه يې بخښنه هم غوښتې وه.

د بنګله دېش د شل اوريزو لوبډلې لوبډلمشر محمودالله وايي، چې موږ د شکېب الحسن بېرته راتګ ته په تمه يو. موږ په دې پوهېږو چې شکېب الحسن په وروستيو کلونو کې د بنګله دېش يو غوره لوبغاړى دى.

محمودالله له اي ايس پي اين کريک انفو سره په خبرو کې وويل، زه په دې ډېر خوشحاله يم چې هغه به يو ځل بيا ووينو، له هغه سره به خبرې وکړو او وخت به ورسره تېر کړو.

٣٣ کلن شکېب الحسن اوسمهال په امريکا کې د خپلې کورنۍ سره وخت تېروي او ښايي راتلونکې مياشت بېرته بنګله دېش ته ستون شي.

نوموړى وايي: ((شکېب يو اتل لوبغاړى دى، زه فکر کوم ډېر ژر به خپل پخواني پرفارمنس ته راوګرځي، هغه چې د کرکټ مېدان ته کوز شي، خپل پخواني حالت ته به بېرته وګرځي.))

نوموړي چې له شکېب الحسن سره ١٣ کاله يو ځاى تېر کړي دي، وايي چې شکېب الحسن د بنګله دېش لوبډلې لپاره د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې ډېر مهم کردار لوبولى دى او ډېرو لوبو کې يې بنګله دېش ته برياوې ورپه برخه کړې دي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر منهاج العابدين وايي، چې شکېب الحسن به د کورنيو سياليو ته بېرته راوګرځي او بيا به نړيوالو سياليو ته لاړ شي.

هغه وايي، موږ به د نوموړي فيزيکي حالت وګورو، هغه به په کورنيو سياليو کې وګورو. موږ به خپل دې تجربه کاره لوبغاړي ته وخت ورکړو، تر څو بېرته خپل پرفارمنس ته دوام وکرړي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …