کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ممبۍ د بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه
سوريا کمار يادو

ممبۍ د بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه

د ممبۍ انډينز له لوري سوريا کمار يادو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د ممبۍ انډينز لوبډلې ته يې د ٥ ويکټو په توپير بريا ور په برخه کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٨مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ديودت پاديکال ٧٤، جوش پيليپي ٣٣، اې بي ډيويليرز ١٥، ګور کيرت سينګ ١٤ ناسوځېدلې، واشينګټن سندر ١٠ ناسوځېدلې او ويراټ کوهلي ٩ منډې وکړې.

ديودت پاډيکال

د ممبۍ انډينز له لوري جسپريت بومرا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې د ١٤ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول او يو مېډن اور يې هم ترسره کړ.

همدا راز ټرينټ بولټ، راهول چاهار او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٦٥ منډو هدف د ممبۍ انډينز لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له ډلې سوريا کمار يادو د ٣ شپږيزو او ١٠ څلوريزو په مټ په ٤٣ توپونو ٧٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز ايشان کشن ٢٥، کوانټين ډي کوک ١٨ او هارديک پانډيا ١٧ منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري يوژيندرا چاهل او محمد سراج ٢-٢ او کريس موريس ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سوريا کمار يادو ته ورکړل شوه، چې نن يې په لوبه کې ممبۍ بريا ته ورسوله.

دا د ممبۍ انډينز ١٢مه لوبه وه چې اتمه بريا يې خپله کړه او د ١٦ نومرو سره په جدول کې يې لومړى مقام ترلاسه کړ، رايل چېلنجرز بېنګلور او ډيلي کاپيټلز ١٤-١٤ نومرې لري چې په دويم او دريم مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ٢٩مه نېټه د اى پي ايل ٤٩مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اسټراليا

هند د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب کې ٣٣٦ منډې وکړې

د هند لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د اسټراليا د ٣٦٩ منډو په ځواب …