کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د شونډو له پتري کېدو څخه د خلاصون آسانه لار
شونډې

په ژمي کې د شونډو له پتري کېدو څخه د خلاصون آسانه لار

د ژمي په موسم کې د شونډو سپوروالي یا پتري کېدل یوه عامه مسئله ده، چې د حل لپاره یې مختلف درمل استعمال او لارښوونې عملي کېږي. خو نن درسره په دې اړه ځينې داسې مشورې شريکوو، چې پرې د خپلو شونډو ساتنه وکړئ، تر څو له داسې حالته يې وژغورلى شئ.

تر ټولو مهمه دا ده چې د خپلو شونډو ساتنه وکړو، تر څو یې له چاودو او وینو کېدو وژغورلى شو. دغه راز د شونډو چاودل د مخ د بدرنګوالي سربېره په خوراک او څښاک کې هم مشکل پیدا کولی شي.

عموماً د شونډو سپوروالی د هغو میرمنو لپاره خورا د ستونزې وړ دی، چې میک آپ کوي. ځکه چې هره ورځ میک آپ کول او د سرخۍ کارول د شونډو د خرابېدو لامل هم ګرځي.

اوس مهال ددې ستونزو حل بیخي آسانه دي، په دې اړه مشهور میک آپ کوونکی وقار حسین وایي، چې اوس کولی شو دا ستونزه په ډېرې آسانۍ سره حل کړو.

نوموړی وایي، ددې پر ځای چې په بازار کې قیمتي محصولات واخلو، کولي شو چې په کورنیو شیان هم خپل مشکل حل کړو.

وقار وویل چې د قیمتي محصولاتو پیرلو پرځای دا ټولې ستونزې د کورنیو توکو په مرسته حل کیدی شي. نوموړی وایي چې د سرخۍ/ لپ سټک وهلو څخه مخکې مو شونډې وچې کړئ.

وقار حسین زیاتوي، چې له میک آپ څخه مخکې باید کریم ووهل شي او یا هم له میک آپ سره ګډ شي که کریم نه وي جیل هم کارولی شئ. چې د شونډو په تازه ساتلو کې مرستندویه ثابتېدلی شي.

بل خوا جویره سعود وايي، که چېرې قیماق/ملایي سره لیمو او خشخاش ګډ شي او پر مخ وموښل شي، د مخ او شونډو مخونه لرې او مخ تازه ساتي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …