کورپاڼه / جالب / په افغانستان کې: اوبامه او پوټين غبرګ وروڼه دي
اوبامه او پوټين

په افغانستان کې: اوبامه او پوټين غبرګ وروڼه دي

په افغانستان کې يو پلار په خپلو غبرګو زامنو د باراک اوبامه او ويلاديمير پوټين نومونه ايښي دي، چې په همدې نومونو يې ورته اليکترونکي تذکرې هم ترلاسه کړې دي.

له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د دوه غبرګونو ماشومانو عکسونه ډېر لاس په لاس کېږي، چې له دوى سره په لاسونو کې اليکترونيکي تذکرې هم ښکاري.

دغه ماشومانو چې تازه يې اليکترونيکي تذکرې اخيستي دي، د يو هلک په تذکره (باراک اوبامه) او د بل هلک په تذکره (ويلاديمير پوټين) نومونه ليکل شوي دي.

اوبامه او پوټين

د دغه غبرګونو هلکانو پلار غلام علي پيمان وايي، چې د امريکا او روسيې د دغه پياوړو مشرانو سياست يې خوښېږي، نو ځکه يې په خپلو بچيانو د دوى نومونه ايښي دي.

د يادو هلکانو نومونه او عکسونه چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، خلکو پرې بېلا بېل غبرګونونه خپاره کړي دي. ځينې خلکو يې د پلار دا کار ستايلى دى، خو ډېرى خلکو پرې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې دا يې فقط له خپل هېواد څخه د وتلو او کوم بهر هېواد کې د پناه اخيستو لپاره دا کار کړى دى.

د يادولو وړ ده چې باراک حسين اوبامه د امريکا ولسمشر و، هغه له ډونالډ ټرمپ څخه مخکې دوه ځلې د ولسمشر په توګه پاتې شو، چې له هغه وروسته ډونالډ ټرمپ د امريکا ولسمشر شو.

همدا راز ويلاديمير پوټين بيا د روسيې ولسمشر دى، هغه څو دورې کېږي چې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. باراک اوبامه او ويلاديمير پوټين دواړه د دوه داسې هېوادونو ولسمشران و، چې په نړۍ کې سيالان بلل کېږي. دواړه هېوادونه طاقتور هېوادونه دي او د دوى ولسمشران هم د نړۍ طاقتوره ولسمشران وي.

ياده دې وي چې تر دې مخکې هم په يو ولايت کې ورته پېښه شوې وه، چې يو سړي په خپل زوى د ډونالډ ټرمپ نوم ايښى و.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …