کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان تازه مرکه: څنګه يو افغان د نړۍ د کرکټ ستورى شو
راشد خان

د راشد خان تازه مرکه: څنګه يو افغان د نړۍ د کرکټ ستورى شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان، چې اوسمهال په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، يادې لوبډلې له نوموړي سره يوه تازه مرکه کړې او په ټولنيزو رسنيو کې يې خپره کړې ده.

راشد خان په دې مرکه کې د خپل ژوند کيسه کړې ده، چې څنګه کرکټ ته راغى، څنګه يې پرمختګ وکړ او په ملي لوبډله کې يې ځاى پېدا کړ او همدا راز څنګه يې بيا تجارتي ليګونو ته لاړ.

راشد خان نه يوازې دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو مهم لوبغاړى دى، بلکې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېږي او په رښتيا هم د کرکټ په نړۍ کې يو لوى ستورى دى.

راشد خان په خپله مرکه کې وايي، چې مخکې به هر چېرته لاړ، د افغانستان نوم په بدل ډول خلکو يادوو او په دې ډېر خپه کېده، خو اوس خلک له افغانستان سره مينه کوي او د افغان لوبغاړو سره مينه کوي. هغه وايي، زه ډېر خوشحاله يم چې د افغانستان نوم مو په نړۍ کې ځلولى دى.

نوموړى وايي، چې له کورنۍ څخه په پټه به يې د کرکټ لوبې کولې، ځکه هغوى اجازه نه ورکوله چې کرکټ وکړي. هغه وايي کورنۍ مې غوښتل چې زده کړې وکړم او ډاکټر جوړ شم.

راشد خان وايي، چې وروسته مې وروڼو ملاتړ وکړ او د کرکټ سامان به يې راته راوړلو. کلب کرکټ کې مې ښې لوبې وکړې او بيا په ډوميسټيک لوبډله کې واخيستل شوم، له ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره مې دوه سفرونه وکړل، ښه وځلېدم، بيا په اې ټيم کې لاړم، هلته مې لوبې ونه کړې او وروسته له سکواډ څخه ډراپ شوم.

ما هغه وخت کرکټ پرېښود، مشر ورور مې راته غصه شو او راته يې وويل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړه. خو مور مې راته وويل، چې کرکټ مه پرېږده او خپلو هيلو ته ځان ورسوه.

راشد خان وايي، چې له هغه وروسته په ډوميسټيک سياليو کې وځلېدم او بيا مې په ملي لوبډله کې چانس پېدا کړ.

کله چې په ١٩ کلنه لوبډله کې وځلېدم، نو بيا مې کورنۍ هم ډېر ملاتړ وکړ.

راشد خان وايي، هر کله چې مې دوه ويکټې اخيستي دي، نو د دريمې ويکټې لپاره به مې ډېر په تمه وم، چې ايا دريم لوبغاړى به اوټ شي او که نه، خو وروسته په دې بريالى شوم او په کارابين پريمئير ليګ کې مې هېټريک هم وکړ.

په ٢٠١٦ کال کې د نړيوال شل اوريز جام چې په هند کې ترسره شو، زما پرفارمنس پکې ډېر ښه و، په ٢٠١٧ کال کې مې اى پي ايل ته نومليکنه وکړه، زه په زمبابوې کې وم، چې د اى پي ايل بولۍ روانې وې.

ما دوه موبايلونه لګولي و، يو موبايل کې مې بولي کتله او په بل موبايل مې له کورنۍ سره خبرې کولې، خو کله چې عمران طاهر وانه خيستل شو، هغه وخت هغه د شل اوريزو غوره لوبغاړى و، نو ما ويل چې اوس نه کېږي، خو وروسته زه په اى پي ايل کې واخيستل شوم او دا زما لپاره يو خوب و.

په اى پي ايل کې زما لومړۍ لوبه زما لپاره او زما د هېواد لپاره ډېره ستره لاسته راوړنه وه، ما چې کله لومړۍ ويکټ واخيسته، نو زه ډېر خوشحاله شوم.

له هغه وروسته چې موږ د بنګله دېش پر وړاندې په دهرادون کې لوبې کولې، نو لوبغالي ته ٢٥ يا ٢٦ زره کسان د لوبې ليدو ته راغلي و او دا خلک د اى پي ايل له لارې زموږ لپاره راغلي و، چې زموږ د لوبډلې ملاتړ يې کاوه.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …