کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٤٩مه لوبه: چيناى د کلکتې پر وړاندې، د حېدراباد او راجستان سترګې هم ورته دي
ايون مورګن او مهيندرا سينګ دهوني

اى پي ايل ٤٩مه لوبه: چيناى د کلکتې پر وړاندې، د حېدراباد او راجستان سترګې هم ورته دي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٩مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي. دې لوبې ته د کنګز اليون پنجاب، سنرايزرز حېدراباد او راجستان رايلز لوبډلو سترګې هم دي.

چيناى سوپر کنګز تراوسه پورې په ١٢ لوبو کې ٤ لوبې ګټلې دي، چې په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده، همدا راز لومړنۍ لوبډله ده چې د اى پي ايل د پلى اف پړاو يا مخکې تګ څخه پاتې شوې ده.

بل لوري ته کلکته نايټ رايډرز ١٢ لوبو کې ٦ برياوې خپلې کړې دي چې د ١٢ نومرو سره په جدول کې پنځم مقام لري، که چېرته کلکته نننۍ لوبه کې بريا خپله کړي نو تر پنجاب به مخکې شي او په څلورم مقام ته به لاړه شي.

همدا راز که چيناى نننۍ لوبه کې بريا خپله کړي، نو د دې لوبې ګټه به پنجاب، حېدراباد او راجستان ته ورسېږي، ځکه حېدراباد او راجستان ١٠-١٠ نومرې لري او د مخکې تګ لپاره ورته دا ډېره مهمه ده چې کلکته په نننۍ لوبه کې ماتې وخوري.

تر دې مخکې د کلکته نايټ رايډرز او چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ٢١مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې په دغه لوبه کې کلکته نايټ رايډرز د ١٠ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: روټوراج ګايکواړ، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ناريان جګاديسان، رويندرا جډيجا، سام کران، مچل سانتنر، ديپک چاهار، مونو کمار او عمران طاهر.

کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، نيتيش رانا، راهول تريپاټي، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، ايون مورګن (لوبډلمشر)، سنيل ناراين، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، لوکي فيرګوسن، ورون چکرورتي او پراسيد کرشنا.

دا هم ولولئ

شاپور ځدران پر بیګانۍ لوبه تبصره کړې او دا یې هم ویلي زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو

شاپور ځدران په بیګانۍ لوبه تبصره کړې او په وروستیو کې یې ویلي دي چې …