کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په انسټاګرام، یوټیوب اپلیکشن او د سامسینګ نوي بدلونونه
انسټاګرام، يوټيوب او سامسنګ

په انسټاګرام، یوټیوب اپلیکشن او د سامسینګ نوي بدلونونه

د ټیکنالوژۍ اړوند راپورونه وایي، چې انسټاګرام په ژوندۍ بڼه د ویډیو په زیاتولو، یوټیوب د موبایل کاروونکو لپاره په داخلي برخو کې د بدلون په راوستلو او سامسینګ د چارجر په نه ورکولو فکر کوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، انسټاګرام غواړي چې د ویډیو په برخه نوي بدلونونه راولي، چې له مخې به یې په ژوندۍ بڼه د ویډیو اندازه له ۶۰ دقیقو څخه ۴ ساعتونو ته وغځوي او د انسټاګرام هر یو کاروونکی به ترې ګټه واخیستلی شي.

انسټاګرام

راپور زیاتوي چې کاروونکي کولي شي، چې دا ویډیو د پوسټونو او سټوریو په اندازه وګوري. دغه راز په اټومات ډول په ۳۰ ورځو کې دننه بېرته ډیلیټ کېږي، خو کاروونکي کولی شي چې له ډیلیټ کېدو څخه مخکې یې ډانلوډ کړي. د انسټاګرام شرکت پر وینا، چې دا کار یې د کاروونکو ترمنځ د مینې، محبت او اړیکو لپاره ترسره کړی دی.

بل خوا ګوګل په یوټیوب کې د Android او iOS  لپاره نوي بدلونونه راوستلي دي. چې له مخې به یې د یوټیوب اپلیکشن ساده کاروونکو لپاره  پر صفحه او داخلي برخو کې ډېر بدلونونه راشي. د مثال په ډول، کاروونکي به وکولي شي چې د پول سکرین په حالت کې دننه یا بهر شي او د سویپ آپ په ذریعه کولی شو ویډیو په افقي او د سویپ ډون په واسطه یې په عمودي ډول کتلی شي، دغه راز د (کلوز کیپشن) او (اټوپلی) بټنې به هم په سکرین ښکاره شي.

يوټيوب

په ورته وخت کې سامسینګ موبایلونه شرکت وایي چې له دې وروسته به له موبایلونو سره چارجر نه ورکوي.

یاده دې وي چې روانه میاشت آي فون شرکت د ورته کړنې په ترسره کولو سره د سامسینګ شرکت لخوا د ټوکو ټکالو سبب وګرځېد.

خو اوس مهال سامسنګ شرکت وایي، چې دوی هم غواړي له نوي ګلیکسي ایس ۲۱ موبایلونه سره چارجر ونه کړي. شرکت زیاتوي چې موخه یې د آی فون تقلید نه دی، بلکې تر شا یې نور هدفونه وجود لري.

سامسنګ ګېلېکسي نوټ ۱۰ پلس

ویل کېږي چې په دې کار سره به سامسینګ شرکت ډېرې مالي ګټې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …