کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په اروپا کې الوتونکي موټر ته د چلولو اجازه ورکړل شوه
الوتونکى موټر ١

په اروپا کې الوتونکي موټر ته د چلولو اجازه ورکړل شوه

د موټرو الوتنه يا هوايي موټر اوس په حقيقت بدل شوى دى او په اروپا کې په لومړي ځل داسې موټر ته د چلولو اجازه ورکړل شوې ده، چې الوځي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دا الوتونکى موټر يو ډچ شرکت Pal-V جوړ کړى دى او دا شرکت ادعا لري، چې دا د نړۍ لومړنى الوتونکى موټر دى، چې بازار ته وړاندې کېږي.

په اروپا کې په سرکونو د دې موټر چلولو ته اجازه ورکړل شوې ده، دې موټرو ته لايسنس او نمبر پلېټونه هم ورکړل شوي دي، چې له دې وروسته به خلک دا الوتونکي موټرونه هم وچلولى شي.

الوتونکى موټر ٢

خو تراوسه پورې به دا موټرې يوازې په سرکونو باندې ګرځي او په هوا کې د الوتنې اجازه نه ده ورکړل شوې، ځکه د دې موټرو د الوتنې لپاره به د اروپا د خونديتوب ادارې څخه اجازه اخيستل وي.

د Pal-V شرکت ادعا لري چې دې موټرو ته به تر ٢٠٢٢ کال پورې د الوتنې اجازه ورکړل شي. دغه شرکت د دې موټرو په جوړولو باندې په ٢٠١٢ کال کې کار پيل کړى و او اوس په ٢٠٢٠ کال کې د دې موټرو چلولو ته اجازه ورکړل شوه.

دې موټرو ته د چلولو اجازې ورکولو څخه مخکې ډېر امتحانونه او تجربې پرې ترسره شوې دي. د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ مياشتې راهيسې د دې موټر ډېر ټېسټونه وشو، چې په ټولو ټېسټونو کې بريالى راووت.

الوتونکى موټر ٣

د دې موټر ډيزاين هم ډېر په زړه پورې دى او د څلورو پر ځاى درې ټايرونه لري، همدا راز دا موټر کم وزن لري تر څو په اسانه الوتنه وکولاى شي. په سرک باندې دا موټر د ١٦٠ کلومترو په چټکتيا سره مزل کولاى شي.

دا موټر په زر فوټه اوږده ځغاستليکه باندې الوتنه کولاى شي، تر ١١٤٨٠ فوټه پورې الوځي او په دې کې ١٠٠ ليټره پيټرول اچولى شئ، چې په دې پيټرولو دا شاوخوا څلور ساعته مزل کولاى شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …