خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د سريلانکا بانوکا راجا پکسا په دويمه شل اوريزه لوبه کې پاکستاني توپ اچوونکي لکه د ډول وډبول او خپلې لوبډلې ته يې دويمه بريا ور په برخه کړه، چې له دې سره سريلانکا له پاکستانۍ لوبډلې د شل اوريزو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د سريلانکا او پاکستان دويمه شل اوريزه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې پرون ترسره شوه، چې په پيل کې پچه د سريلانکا لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سريلانکا له لوري بانوکا راجا پکسا ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه او پاکستاني بالران يې ښه وټکول. نوموړي د ۶ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ په ۴۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې او پاکستان ته يې يو ښه هدف وټاکه.
سريلانکا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې وکړې، چې تر راجا پکسا وروسته پکې شيهان جی سوريا ۳۴ او داسون شناکا ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري عماد وسیم، وهاب رياض او شاداب خان ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۸۳ منډو هدف د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ډېر ګران ثابت شو، چې ۱۹ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او يوازې ۱۴۷ منډې يې وکړې او په ۳۵ منډو يې له سريلانکايي لوبډلې ماته وخوړه.
د پاکستان له لوري تر ټولو زیاتې ۴۷ منډې عماد وسیم وکړې، همدا راز اصف علي ۲۹ او سرفراز احمد بيا ۲۶ منډې وکړې. د سريلانکا له لوري بيا ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې نوان پراديف ۴ پاکستاني لوبغاړي له مېدانه بهر کړل. همدا راز ډي سلوا ۳، اډاڼا ۲ او راجيټا بيا ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بانوکا راجا پکسا ته ورکړل شوه، چې په خپله دويمه شل اوريزه لوبه کې يې د ۷۷ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.
بانوکا راجا پکسا د سريلانکا هغه ځوان لوبغاړی دی چې د جوګولن انګرام او سميع الله شينواري وروسته دريم ډومېسټيک لوبغاړی دی چې ۱۹ شپږيزې يې وهلي دي.
د يادولو ده چې پاکستان ته د سريلانکا لوبډلې په سفر کې د سريلانکا لوبډلمشر او نورو مهمو لوبغاړو له تګ څخه انکار وکړ، خو سريلانکا بيا د ځوانو لوبغاړو لوبډله پاکستان ته ولېږله. يادې لوبډلې پاکستان ته په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم ماته ورکړه او په دويمه کې يې هم بريا خپله کړه، چې له دې سره يې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.