کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کیدای شي دا سیاره دویمه ځمکه وي!
دنيا او بله سياره

کیدای شي دا سیاره دویمه ځمکه وي!

ساینس پوهانو د لمریز نظام څخه لرې ځمکې ته ورته سیاره موندلې، چې د جسامت او کمیت له لحاظه ځمکې ته ورته او   له خپل لمر څخه په دومره لرې فاصله کې موقیعت لري، چې ژوند کول پکې امکان لرلی شي.

د امریکا متحده ایالاتو د (هارورډ اسمتيسونين سينټر فار ايسټرو فزيکس) مرکز ساینس پوهانو په (ايسټرو فزیکل) ژورنال کې په دې اړه درې تفصیلي مقالې هم خپرې کړي دي.

ویل کېږي چې دا سیاره د (TOI-700d) په نوم نومول شوې، چې له ځمکې څخه ۱۰۲ نوري کاله لرې موقیعت لري او د (ټرانزيټنګ ايګزوپلينټ سروې سټيلايټ) یا (TESS) فضایي ماشین د معلومات له سپړلو وروسته کشف شوې ده.

سياره

د څېړنو پر وینا، چې دا سیاره زموږ د لمریز نظام څخه لرې د نورو موندلو شوو سیاره په پرتله ځمکې ته ډېره ورته ده، حتې تر دې چې د جسامت او کمیت په لحاظ هم د ځمکې په څېر ده.

ددې سیارې مرکزي ستوری (TOI-700a) په نوم سره یادېږي، چې د ځوانۍ په تېرېدو یې زموږ د لمر څخه د تودوخې درجه ټیټه ده. (زموږ لمر اوس مهال د ځوانۍ دوره تېروي چې پنځه میلیارده کاله به دوام ومومي) او په همدې سبب هغه سیمه چې ژوند پکې امکان لري یا (Habitable Zone) د نوموړي ستوري سره په لږه فاصله کې پرته ده او په همدې ځای کې (TOI 700D) نومې سیاره په خپل مدار تاوېږي.

سياره ١

نو دلته ځینې پوښتنې پیدا کېږي، چې دا سیاره د دومره ډېرو ځانګړنو سره د ځمکې په څېر اتموسفیر، په زیاته اندازه اوبه، د ژوند امکانات او ژوندي موجودات شتون لري او که نه؟ ساینس پوهان یې په خپره شوې دریمه مقاله کې ځواب وایي. دوی زیاتوي چې هلته د فضا، اوبو او د ژوند کولو پوره امکانات شتون لري. خو اوس مهال له دوی سره داسې دوربین، فضایي بېړۍ او نور وسایل نشته، چې د دومره لرې سیارې په اړه دې داسې دقیق معلومات راټول کړي، چې هلته اتموسفیر او اوبه شتون لري او که نه. دغه راز دوی وایي تر اوسه په دې اړه کوم خاض پلان هم نه لري.

بله خوا هیله مندي ښودل کېږي، چې په راتلوونکي څو کلونو کې دې داسې فضايي ماموریت تیار شي، تر څو د ذکر شوو پوښتنو ځواب وویلی شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …