کورپاڼه / ليکنې / د ژور خپګان / ډیپریشن نښې، نښانې او سببونه!
ژور خپګان

د ژور خپګان / ډیپریشن نښې، نښانې او سببونه!

هر انسان وخت نا وخت په طبیعي ډول د ستړیا او پرېشانۍ احساس کوي، خو که چېرته دوام ومومي نو د ژور خپګان/ډیپریشن نښه هم ګڼل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده، که چېرته کوم څوک په ژور خپګان/ډیپریشن اخته وي، څنګه یې پېژندلی شو؟

په اصل کې ژور خپګان/ډیپریشن ځینې داسې نښې، نښانې لري، چې ډېری کسان نه پېژني، چې بیا ډېرې ستونزې را پیدا کوي. ډیپریشن د شدید خپګان سربېره نورې نښې، نښانې هم لري، چې تر دوو اونیو پورې هم دوام درلودلی او ورځنی ژوند اغیزمنولي شي.

نو راځئ چې ځینې نښې، نښانې یې وپېژنو.

احساساتي کېدل:

د طبیعت خرابېدل او له ژوند سره علاقه کمېدل د ژور خپګان اصلي لامل ګڼل کېږي. هغه فعالیتونه چې په زړه پورې وي ترې زړه مړېدل، پښېمانتیا، امید له لاسه ورکول او د ځان وژنې فکر هم پیدا کولی شي.

فزیکي نښې:

د انرژۍ کمېدل یا د ستړیا احساس کول.

بې خوبي په ځانګړي ډول سهار وختي پورته کېدل.

ډېر خوب کول.

د سر درد، د عضلاتو دردونه او د هاضمې په سیستم کې ستونزې چې په درملنې هم نه حل کېږي.

ژور خپګان/ ډیپریشن په ډېری ناروغیو کې د شدت لامل هم ګرځي.

وږي مه اوسئ:

په وزن او اشتها کې بدلون هم ډیپریشن نښه ګڼل کېږي، چې ځینې پرې اخته کسان یې ډېر خوراک کوي، خو یې ډېر په مشکله خواړه خوري او په همدې ډول یې د ځینو وزن ډېر او د ځینو کسان کم وي.

ورځنی ژوند اغېزمن کېدل:

ډیپریشن مو ورځنی ژوند اغېزمنوي، خو که چېرته یې درملنه ونه شي، ډېری اروایي او فزیکي ستونزې راولاړولی شي، چې کورنۍ اړیکې، ورځني کارونه او نورو اړیکو ته زیان رسولی شي.

ډېری هغه کسان چې په ډیپریشن اخته دي، ذهني تمرکز له لاسه ورکوي او له ورځینیو فعالیتونه څخه لاس اخلي، آن ځیني وخت وژونکي هم ثابتېدلی شي.

ځانوژنه:

ډېری هغه کسان چې په ژور خپګان اخته دي، د ځانوژنې زیاته هڅه هم کوي، چې کولی شو د ځانوژنې په اړه د خبرو کولو، نورو ته اخطار ورکول او نورو نښو څخه پېژندلی شو.

کوم خلک یې تر خطر لاندې دي؟

ژور خپګان کولی شي چې هر څوک اغیزمن کړي، خو ډېری روغتیایي کار پوهان په دې باور دي، چې ژور خپګان ارثي هم کېدلی، چې له پلار نه زوی او د کورنۍ نورو غړو ته هم انتقالېږي، دغه راز ویل کېږي چې ژور خپګان د نارینه و پر نسبت په ښځینه و کې دوه برابره زیات لېدل کېږي.

د ډیپریشن لاملونه:

روغتیا پوهانو تر اوسه پورې د ډیپریشن اصلي لاملونه نه دي روښانه کړي، خو دماغي جوړښتونه او ځیني کیمیاوي بدلونونه د ډیپریشن د ژور خپګان سببونه ګڼل کېږي. عموماً هغه درمل چې د ډیپریشن لپاره استعمالېږي، د عصبي حجرو د ښه والي لپاره کارول کېږي، دغه راز په مینه کې ناکامېدل یا کوم نږدې ملګری له لاسه ورکول، شراب، مخدره مواد، په هورمونونو او موسمونو بدلونونه او د ځینو درملو استعمال هم د ژور خپګان اصلي لاملونه شمېرل کېږي.

د موسم په بدلون سره د طبیعت بدلون:

عموماً د موسم په بدلون سره په طبیعت کې تغیر راځي، خو که چېرې د انسان طبیعت د موسمونو سره مطابقت ولري یعنې که په اوړي کې خوشحاله او په ژمي کې خپه وئ، چې د (سیزنل) نومي ډیپریشن ورته هم ویل کېږي او په نړۍ کې له ۳ څخه تر ۲۰ سلنه خلک پرې اخته دي.

زېږونه:

ویل کېږي چې په هرو څلورو مېرمنو کې د زیږون وروسته د ډیپریشن ډېر امکان موجود وي، چې دې ډول ته یې پوسٹ پارٹم ڈپریشن ویل کېږي، عموماً دا ډول ډیپریشن د ماشومانو پر روغتیا ډېر اغېز پرېباسي، ځکه چې مېندې د ماشوم په روزلو کې ډېره بې پروایي کوي.

په ماشومانو کې ژور خپګان:

د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲ سلنه د ښوونځي زده کونکي د ډیپریشن ښکار دي او په ځوانانو کې بیا تر ۱۰ سلنو پورې رسېږي، چې د دوی په لوبو او ملګرو په پیدا کولو او د زده کړو په بشپړولو کې لوی مشکل پیدا کولی شي. ډیپریشن عموماً په ماشومان کې د عوسې په ډول څرګندېږي چې پېژندل یې خورا ګران دي.

څنګه کولی شو چې ډیپریشن وپېژنو؟

عموماً د ډیپریشن لپاره لابراتواري ازموني نه ترسره کېږي او ډاکټر یې په نښو، نښانو تکیه کوي او له ناروغانو څخه د ناروغۍ نیټه، درمل، د طبیعت بدلون او د ورځینو فعالیتونه په اړه پوښتنې کېږي، چې همدا پوښتنې د ډیپریشن په درملنه کې مهم رول لري.

Loading...

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى (2)

د کرکټ بورډ ناکامه رييس فرهان يوسفزي ته ولې ستاينليک ورکړل شو؟

پرون د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون له لوري څلورم کانګريس ترسره شو، چې په …