کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چيناى د کلکتې لوبډله ماته کړه، ممبۍ انډينز بل پړاو ته لاړه
روټوراج ګايکواړ

چيناى د کلکتې لوبډله ماته کړه، ممبۍ انډينز بل پړاو ته لاړه

د اى پي ايل په پرونۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ښه لوبې نندارې ته وړاندې کړه او د ٦ ويکټو په توپير يې د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٤٩مه لوبه پرون د کلکته نايټ رايډرز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې چيناى سوپر کنګز پچه وګټله او لومړى يې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې نيتيش رانا ٨٧، شوبمن ګيل ٢٦ او دينيش کارتيک ٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د چيناى سوپر کنګز له لوري لونګي نګيدي ٢، مچل سانتنر، رويندرا جډيجا او کرن شرما ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٧٣ منډو هدف د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د لوبې په وروستي اور پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې کلکتې ته په لوبې کې ماتې ورکړه. د دوى له لوري روټوراج ګايکواړ ٧٢، امباتي رايډو ٣٨ او رويندرا جډيجا ٣١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري پاټ کومنز او ورون چکرورتي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روټوراج ګايکواړ ترلاسه کړه.

د چيناى سوپر کنګز لوبډله چې مخکې د اى پي ايل دويم پړاو ته له تګ څخه پاتې شوې ده، په ١٣مه لوبه کې يې ٥مه بريا خپله کړه، خو کلکتې ته په ماتې ورکولو سره يې د کلکتې مخکې تګ هم له ځنډ سره مخ کړ، کلکتې په ١٣ لوبو کې ٦ لوبې ګټلې دي، چې ١٢ نومرې لري او په پنځم مقام کې ده، خو پنجاب چې په څلورم مقام کې ده، لا يې هم دوه لوبې پاتې دي، همدا راز د حېدراباد او راجستان هم ٢-٢ لوبې پاتې دي، چې په دې صورت کې د کلکتې مخکې تګ ګران ښکاري.

بل لور ته د ممبۍ انډينز لوبډلې تر ټولو زياتې لوبې ګټلې دي، ممبۍ په ١٢ لوبو کې ٨ برياوې خپلې کړې دي چې ١٦ نومرې لري او لومړۍ لوبډله ده چې د پلى اف پړاو ته يې لار پېدا کړه.

نن د کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې لوبه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …