کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٥٠مه لوبه: د پنجاب او راجستان لپاره ډېره مهمه لوبه
راجستان رايلز او کنګز اليون پنجاب

اى پي ايل ٥٠مه لوبه: د پنجاب او راجستان لپاره ډېره مهمه لوبه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پنځوسمه لوبه نن د کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي، د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه لوبه ده.

کنګز اليون پنجاب په ١٢ لوبو کې ٦ برياوې خپلې کړې دي او د ١٢ نومرو سره په څلورم مقام کې قرار لري، که چېرته نننۍ لوبه وګټي، هم د مخکې تګ چانس يې نشته، خو په څلورم مقام کې به خپل ځاى وساتي.

همدا راز راجستان رايلز په ١٢ لوبو کې ٥ لوبې ګټلې دي، چې د ١٠ نومرو سره اووم مقام کې قرار لري، که نننۍ لوبه يې په ښه رن رېټ وګټله، نو کولاى شي چې د پنجاب څخه هم مخکې شي.

تراوسه پورې يوازې چيناى سوپر کنګز لوبډله د پلى اف پړاو سياليو د تګ څخه پاتې شوې ده، همدا راز ممبۍ انډينز پلى اف پړاو ته تللې ده او د نورو لوبډلو په اړه تراوسه هېڅ نه شي ويل کېداى.

د کنګز اليون پنجاب لوبډله بيا په وروستيو لوبو کې ډېره ښه روانه ده او خپلو وروستيو پنځه لوبو کې يې پرلپسې پنځه برياوې خپلې کړې دي. پنجاب د رايل چېلنجرز بېنګلور، ممبۍ انډينز، ډيلي کاپيټلز، سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ته په وروستيو لوبو کې ماتې ورکړې دي.

راجستان رايلز بيا وروستۍ لوبه د ممبۍ انډينز لوبډلې سره ترسره کړه چې د ٨ ويکټو په ستر توپير يې ترې بريا خپله کړه.

کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز بيا په ٩مه لوبه کې سره مخ شوي و، چې راجستان رايلز د ٤ ويکټو په توپير د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

کنګز اليون پنجاب: ماينک اګروال، کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ګلين ميکسويل، منديپ سينګ\ديپک هوډا، کريس جورډن، ايم اشوين، محمد شامي، روي بشنويي، ارشديپ سينګ.

راجستان رايلز: بين سټوکس، روبين اتاپا، سنجو سمسون، سټيو سميت (لوبډلمشر)، جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، ريان پرګ، راهول ټيواټيا، شرياس ګوپال، جوفرا ارچر، انکيت راجپوت\ورون ارون\جېديو انداکت او کارتيک تياګي.

د يادولو وړ ده چې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان هم لوبېږي، خو تراوسه پورې يوازې يوه لوبه کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى.

دا هم ولولئ

شاپور ځدران پر بیګانۍ لوبه تبصره کړې او دا یې هم ویلي زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو

شاپور ځدران په بیګانۍ لوبه تبصره کړې او په وروستیو کې یې ویلي دي چې …