کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه
شاهين شاه اپريدى

پاکستان په لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د زمبابوې له لوري که څه هم برينډن ټېلر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او سليزه يې ووهله، خو خپله لوبډله يې بريا ته ونه رسوله او پاکستان د ٢٦ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨١ منډې وکړې، چې له ډلې يې حارث سهيل ٧١، امام الحق ٥٨، عماد وسيم ٣٤ ناسوځېدلې، فهيم اشرف ٢٣ او عابد علي ٢١ منډې وکړې.

د زمبابوې له لوري بليسنګ موزرباني او ټينډاى چيسورو ٢-٢، کارل ممبا او سکندر رضا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٨٢ منډو هدف په تعقيب کې د زمبابوې لوبډله په ٤٩.٤ اورونو کې د ٢٥٥ منډو په جوړولو سره خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې او د ٢٦ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د زمبابوې له لوري برينډن ټيلر ١١٢ او ويسلي مادويري ٥٥ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي او وهاب رياض په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او پاکستان ته يې په دې لوبه کې بريا ورپه برخه که. شاهين شاه اپريدي په ١٠ اورونو کې د ٤٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز وهاب رياض بيا په ٩.٤ اورونو کې د ٤١ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول، ١ ويکټ عماد وسيم هم ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه برينډن ټيلر ته ورکړل شوه، چې نوموړي نن د پاکستان پر وړاندې سليزه ووهله.

نن د پاکستان لپاره حارث روف خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ به د دې لړۍ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په لومړۍ نېټه د پاکستان په پېنډۍ کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انګلستان لوبغاړى

انګلستان د سريلانکا لوبډله په ١٣٥ منډو وسوځوله

د انګلستان او سريلانکا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ګال کې پيل شوې ده، چې …